د پاکستان کرکټ بورډ بابراعظم د لوبډلې لوبډلمشر وټاکه

عصري، سپینه او فیشني داخلي ډیزاین دیاران له لوګو سره

یاران سپورټس
بابراعظم چې ۲۵ کاله عمر لري، د پاکستان پنجاب ایالت اوسېدونکی دی او د نړۍ په کچه یوازینی غوره توپ وهونکی دی، چې په شل اوریزو لوبو کې یې لومړی مقام خپل کړی او لا هم د کرکټ نړیوالې شورا په درجه‌بندۍ کې د شل اوریزو لوبو لومړی توپ وهونکی دی.
هغه په یو ورځنیو لوبو کې هم په لسو غوره توپ وهونکو کې شمار دی او د پاکستان د توپ‌وهنې د ملا تیر بلل کېږي.
اوس د پاکستان کرکټ بورډ د لوبغاړو ملي غوراوي کمېټې مشر مصباح الحق د مې په ۱۳ مه نېټه د چهارشنبې پر ورځ بابراعظم او ازهرعلي ته د لوبډلمشرۍ مبارکي ورکړې ده.
بابراعظم د ۲۰۱۹م په وروستیو کې د سرفراز پر ځای د پاکستانۍ لوبډلې د شل اوریزو لوبو لوبډلمشر ټاکل شوی و، چې د ده په لوبډلمشرۍ کې یې اسټرالیا ته لوبې وبایللې او سرفراز بیا په خپله لوبډلمشرۍ کې په لاهور ښار کې له سریلانکا څخه په درې شل اوریزو لوبو کې درې د صفر پر وړاندې ماتې خوړلې وه.
اوس بابراعظم ته د یو ورځنیو لوبو لوبډلمشري هم ور په غاړه شوه او دا چې تر کوم وخته به لوبډلمشر وي، د ده په لوبو ګټلو او لوبډلمشرۍ پورې تړاو لري.
بابراعظم به په سپین توپ یعنې په شل اوریزو او یو ورځنیو لوبو کې سپین رنګه توپ کارېږي، لوبډلمشر وي.
او ازهر علي به د سور رنګه توپ یا ټېسټ لوبو لوبډلمشري کوي.
سرفراز په یو ورځنیو، شل اوریزو او ټېسټ لوبو کې د پاکستان لوبډلمشر و، خو په وروستیو کې یې لوبې وبایللې او له ټولو لوبو لوبډلمشرۍ څخه لرې کړل شو.
سرفراز احمد په ۲۰۱۷م کې کله چې هندوستان ته په قهرمانۍ جام سیالیو کې ماته ورکړه او اتلولي پاکستان واخېسته، نو سرفراز د ۲۰۱۹ م تر ۹ مې میاشتې لوبډلمشر پاتې و، خو په نړیوال جام کې یې ماتې وخوړې او لوبډلمشرۍ لاس پر سر کړل شو.
بابراعظم په داسې حال کې د پاکستانۍ لوبډلې لوبډلمشر ټاکل کېږي، چې شل اوریزو لوبو کې پاکستان څلورم نمبر ته ولوېد او لومړی مقام ترې اسټرالیا ونیو او هم په یو ورځنیو او ټېسټ لوبو کې وروسته دی.
که اسیا جام او نړیوال شل اوریز جامونه ترسره شي، نو بابر اعظم ته به د لوبو ګټلو برخه کې ستر مسولیت ور په غاړه وي او که د افغانستان په څېر لوبډله پاکستان ته ماته ورکړي، د بابراعظم ارزښت ته زیان رسولی شي.

About ياران ټیم 3411 Articles
یاران ټیم په هېواد کې دننه او بهر او د افغان لیکوالو او خبریالانو متعهده ډله ده چې په داوطلبانه توګه د یاران لپاره خبرونه، لیکنې او معلومات چمتو کوي.