بابراعظم په یو بل ریکارډ کې هم له ویراټ کوهلي نه مخکې شو

د مني په موسم کې غرونه او ځنګلونه

د پاکستان د کرکټ ملې لوبډلې نامتو لوبغاړی بابراعظم د نورو لوبو ترڅنګ په دې وروستیو لوبو کې هم خورا ښه وځلېد او دادی تازه یې یو بل ریکارډ هم په خپل نوم کړ او د نړۍ یو بل نامتو کرکیټر ویراټ کوهلي یې شاته کړ.

بابراعظم په شل اوریزه سیالیو کې د نړۍ تر هر بل لوبغاړي ۲۰۰۰ منډې په کمو سیالیو کې جوړې کړې، چي دا ریکارډ مخکې د ویراټ کوهلي سره و، خو اوس بابراعظم د لیست په لومړي ځای کې شتون لري.

بابراعظم وتوانېد په ۵۲ شل اوریزه انینګزونو کې ۲۰۰۰ منډې جوړې کړې، چي تر دې مخکې ویراټ کوهلي ۲۰۰۰ منډې په ۵۶ انینګزونو کې جوړې کړې وې.

 

لس هغه لوبغاړي، چې په شل اوریزه لوبو کې یې ۲۰۰۰ منډې په کمو سیالیو کې جوړې کړې دي

 

۱ـ بابراعظم؛ پاکستان، ۲۰۲۱ کال، په ۵۲ انینګزونو کي یې ۲۰۰۰ منډې بشپړې کړې.

۲ـ ویراټ کوهلي؛ هندوستان، ۲۰۱۸ کال، په ۵۶ انینګزونو کې یې ۲۰۰۰ منډې بشپړې کړې.

۳ـ ایرون پینچ؛ اسټرالیا، ۲۰۲۰ کال، په ۶۲ انینګزونو کې یې ۲۰۰۰ منډې بشپړې کړې.

۴ـ مایکلم؛ نیوزیلنډ، ۲۰۱۴ کال، په ۶۶ انینګزونو کې یې ۲۰۰۰ منډې بشپړې کړې.

۵ـ مارټین ګوپټیل؛ نیوزیلنډ، ۲۰۱۸ کال، په ۶۸ انینګزونو کې یې ۲۰۰۰ منډې بشپړې کړې.

۶ـ پاول سټرلینګ؛ ایرلینډ، ۲۰۲۰ کال، په ۷۲ انینګزونو کې یې ۲۰۰۰ منډې بشپړې کړې.

۷ـ ډیویډ وارنر؛ اسټرالیا، ۲۰۱۹ کال، په ۷۳ انینګزونو کې یې ۲۰۰۰ منډې بشپړې کړې.

۸ـ روهیت شرما؛ هندوستان، ۲۰۱۸ کال، په ۷۷ انینګزونو کې یې ۲۰۰۰ منډې بشپړې کړې.

۹ـ ایون مورګن؛ انګلستان، ۲۰۰۹ کال، په ۸۴ انینګزونو کې یې ۲۰۰۰ منډې بشپړې کړې.

۱۰ـ محمد حافظ؛ پاکستان، ۲۰۲۰ کال، په ۸۹ انینګزونو کې یې ۲۰۰۰ منډې بشپړې کړې.

 

About ياران ټیم 3411 Articles
یاران ټیم په هېواد کې دننه او بهر او د افغان لیکوالو او خبریالانو متعهده ډله ده چې په داوطلبانه توګه د یاران لپاره خبرونه، لیکنې او معلومات چمتو کوي.