سپورټ یاران
نوموړی چې د پاکستان کرکټ لوبډلې د ټېسټ لوبو لوبډلمشر دی، د انګلستان خلاف درېیمه ټېسټ لوبه کې یې ۱۴۱ ناسوځېدلې منډې وکړې، چې په ټېسټ لوبو کې خپلې سلیزې ۱۷ ته پورته کړې او سربېره پر دې یې د دې سلیزې په مرسته د پاکستان کرکټ لوبډلې د ټېسټ سلیزو نوملړ ۴ سوو ته پورته کړ.
له دې وړاندې د پاکستان لسګونه نورو توپوهونکو سلیزې وهلې وې، خو د ۴ سوه خانې ته د ده د سلیزې پرمټ سلیزې ور پورته شوې.
د پاکستان کرکټ لوبډله ۱۹۴۷م راهیسې ټېسټ لوبې کوي او شاو خوا ۷۰ کاله کېږي، لوبډله یې په کرکټ کې بوخته ده.
چې په دې لړ کې یې ۱۹۹۲ کال نړیوال پنځوس اوریزجام د عمران خان په لوبډلمشرۍ کې ګټلی او ۲۰۰۹ م کال کې یې شل اوریز نړیوال جام هم خپل کړی دی.
۲۰۱۷ کال کې د پاکستان کرکټ لوبډلې د قهرمانۍ جام لوبو اتلولي هم وګټله او هندوستان ته یې پایلوبه کې ماته ورکړه.
د انګلستان او پاکستان درېیمه ټېسټ لوبه
انګلستان په درېیمه ټېسټ کرکټ لوبه کې د خورا ښه توپوهنه وکړه، زاک کراولي په درېیم مقام یا ون ډاون کې د پاکستاني بالرانو جادو بې اغېزې کړ او د ۲۶۷ منډو په مرسته یې د انګلستان منډو ته محکموالی ورکړ.
ورسره په منځنۍ برخه کې جاس بټلر شانداره لوبه وکړه.
هغه د انګلستان کرکټ لوبډلې ته ۱۵۲ با ارزښته منډې جوړې کړې او د انګلستان لوبډلې منډې یې په لومړۍ پاڼۍ کې د ۸ وېکټو په نقصان سره ۵۸۳ ته ورسولې.
د انګلستان کرکټ لوبډلې پاکستان ته د توپوهنې پاڼۍ ورپرېښوده.
پاکستان په لومړۍ پاڼۍ توپوهنه کې ۲۷۳ منډې وکړې او ازهر یواځینی توپوهونکی و، چې په ۱۴۱ منډو ناټ اوټ پاتې او نور لس لوبغاړي ترې وسوځېدل.
پاکستانۍ کرکټ لوبډله له انګلستان څخه ۳۱۰ منډې باقي شوه.
انګلستان یو ځل بیا پاکستان ته موقع ورکړه، چې پاتې ۳۱۰ منډې یې ورپوره کړي.
په دویمه پاڼۍ کې پاکستان د ۲ لوبغاړو په سوځېدو سره ۱۰۰ منډې کړي او ۲۱۰ منډې ورته لا هم پاتې دي.
لومړۍ پاڼۍ توپ اچونه کې د انګلستان چټک توپ اچوونکي جېمز انډرسن د پاکستان ۵ وېکټې ورغورځولې.