ژباړه: عطا محمد میاخېل
یوه نجلۍ، چې عمر یې ۱۴ کاله و، له ښوونځي څخه پلې د کور خواته د تګ په حال کې وه. یو موټر یې څنګ ته ودرېده، له موټر څخه یو کس را ښکته شو، نجلۍ یې غلا کړه او د موټر په ټول بکس کې یې واچوله او لاړه.
نوموړي هغه نجلۍ خپل ګراچ ته یوړه، وروسته یې هڅه وکړه، چې ټول بکس پرانیزي، خو وې نه شو کولای!
څو څو ځله یې هڅه وکړه، خو بریالی نه شو، ماښام نږدې شو، نجلۍ لا هم په ټول بکس کې بنده پاتې وه. سړی اندېښمن شو، له دې وېرې، داسې نه چې په ټول بکس یې ساه بنده شي او مړه شي، ټول بدن یې رېګدېده، هغه د نجلۍ د وژلو قصد نه درلوده، یوازې غوښتل یې، چې د هغې په وسیله پیسې تر لاسه کړي، خو د موټر ټول بکس نه خلاصېده.
بالاخره یې تصمیم ونیوه، چې پولیسو ته ورشي او ځان تسلیم کړي، مخکې تر دې، چې نجلۍ ومري، د پولیسو ادارې ته ورغی او د پولیسو مشر ته یې ټوله کیسه وکړه، پولیسانو هڅه وکړه، چې د موتر ټول بکس پرانیزي، خو هغوی هم بریالي نه شول، له پولیسو څخه یوه تن یې د دې پېښې په اړه یوه شیخ ته کیسه وکړه، شیخ راغی او په ټول بکس باندې یې د قرآن عظیم الشان تلاوت پیل کړ، له تلاوت وروسته، د موټر ټول بکس خلاص شو او نجلۍ ترې را بهر شوه!!
شیخ نجلۍ ته وویل: دلته دې څه کول او څه دې وکړل، چې ټول بکس نه خلاصېده؟
نجلۍ وویل: آیت الکرسي مې لوسته او د یوې شېبې لپاره مې هم لوستل یې پرېنښودل او په پرله پسې توګه مې لوسته، مور مې راته ویلي و، چې آیت الکرسي دې له بلاوو او ستونزو څخه ژغوري، نو دا یې هم راته ویلي و، چې کله، له کومې ستونزې سره مخامخ شوې، نو آیت الکرسي تلاوت کوه.
سبحان الله
هرڅوک، چې له الله (ج) سره مینه وکړي، نو خدای (ج) به هم ورسره مینه وکړي.
د خیر ښېګڼې عمل، څومره چې کولای شئ، خلکو ته یې ورسوئ، ترڅو تاسو ته هم خیر در ورسېږي.