د اسټرالیاوي توپ اچوونکي؛ د بال ټېمپرکولو افواهات دې ختم شي

لاس کې ودانۍ د جوړولو تخته

د ۲۰۱۸ز په اوږدو کې کله چې د اسټرالیا لوبډله سویلي افریقا ته د ټېسټ لوبو لپاره تللې وه او هلته د لوبو په ګټلو کې له ستونزو سره مخ وه؛ نو پلان یې جوړ کړ چې د افریقایي توپوهونکو د سوځولو لپاره د بال سطحه زیږه کړي؛ ترڅو توپ ښه سوېنګ یا برېک وکړي او په دې ډول د افریقا توپوهونکي له ستونزو سره مخ کړي.

هغه مهال د کېمرې لوبڅار لخوا د اسټرالیا توپوهونکی کېمرن بېن کرافټ ونیول شو.

نوموړي له نېکر او جېب څخه زېږ ربړ یا رېګمال راویسته او بیا یې پر توپ موښه، چې دا چاره د کرکټ لوبه کې جرم دی.

نو هغه مهال اسټرالیایي لوبغاړي د نړۍ په کچه تحقیر شول او د اسټرالیا لومړي وزیر بیا پرېکړه وکړه، چې ډېوېډ وارنر او سټېف سمېت د اسټرالیا په تاریخ کې لوبډلمشري نه شي کولای او هم یې دوه، دوه کاله له کرکټ څخه محروم کړل.

د رسنیو او خلکو پر وړاندې وارنر او سمېت سخت وژړل او بخښنه یې وغوښته.

لا هم ځېنې رسنۍ له بېن کرافټ څخه د دغې مسئلې په اړه پوښتنې کوي او د پېښې په اړه ترې جزیات غواړي.

خو خپله بېن کرافټ وایي هغه مهال یې ټول معلومات خپاره کړي او دی په دې چاره ناخبره دی.

د اسټرالیا څلورو بالرانو هم ویلي، چې دوی د یوې بهرنۍ پالیسۍ په اړه نه پوهېدل او بېن کرافټ هم بې ګُناه دی.

سټېف سمېت لوبډلمشر و او ډېوېډ وارنر په ۲۰۱۸ کې د ټېسټ لوبو مرستیال و.

اوس مېچل سټارک، جاش هزل ووډ، پټ کمېنس او نتن لیئن ویلي، چې باید نور د اسټرالیا ټول خلک او نړیوال دې افواهاتو ته د پای ټکی کېږدي.

بېن کرافټ ویلي دي چې « موږ په خپله ایماندارۍ او سپېڅلتیا ویاړو، خو دا ډېره خواشینوونکې ده، چې ځېنې خبریالان زموږ سپېڅلتیا تر پوښتنو لاندې راولي او بېرته مو ۲۰۱۸ کال ته ورګرځوي، موږ له وړاندې ټولو پوښتنو ته ځوابونه ویلي دي او نور باید د دې مسئله په اړه پاڼې وتړل شي».

د اسټرالیا څلورو بالرانو ویلي چې موږ په لټه کې یو ترڅو رښتینی کرکټ وکړو او دا به ولس ته روښانه شي، چې بدلون شتون لري او له ولس څخه په درنښت هیله کېږي، چې افوهات او تشې اوازې دې پای ته ورسوي.

۲۰۱۸ کې په افریقا کې د اسټرالیا په ټولو لوبغاړو پسې ننداره کوونکو چیغې وکړې او هغوی یې دوکه باز یاد کړل.

About ياران ټیم 3411 Articles
یاران ټیم په هېواد کې دننه او بهر او د افغان لیکوالو او خبریالانو متعهده ډله ده چې په داوطلبانه توګه د یاران لپاره خبرونه، لیکنې او معلومات چمتو کوي.