د اسټرالیا بالر له افغان بیټسمینانو ښه توپ وهنه وکړه

په شپه کې غرونو ترمنځ یو روښانه سرک

مونږ ټول د افغان لوبډلې د توپ وهنې برخه له ستونزو ډکه بولو او دا حقیقت هم دی، چې مونږ کله هم لوبه بایلو هغه به په توپ وهنه بایلو.
د سریلانکا خلاف لوبه مو د کمزورې توپ وهنې له امله وبایلله.
افغان توپ وهونکي د چټکو یا فسټ بالرانو او د له شارټ پیچ توپونو لوبولو سره پوره ستونزه لري او په لوبولو کې یې تل ناکام وي.
که د افغان توپ وهونکو همدا دوه ستونزې حل شي کولای شي، چې ښې لوبډلې ماتې کړي.
همدا علت دی، چې د افغان لوبډلې په توپ وهنه ډېری کرکټ مبصرین ملاحظات لري او هغه یې کمزورې بللې ده.
اسټرالیایي جېروډ کېمبر ویلي و، چې افغان لوبډله هیڅ داسې توپ وهونکی نه لري، چې یو ورځنیو لوبو کې یې ۵۰ اوسط منډې کړې وي.
اوس د اسټرالیا یو بالر داسې توپ وهنه کړې، چې د افغان لوبډلې توپ وهنه یې د کرکټ مبصرینو په خوله چلېنج کړه.
کله چې د افغانستان او سریلانکا لوبه وه، د سریلانکا پخواني لوبغاړي ټیلي کرټني دېلشن د سریلانکا منځنۍ توپ وهنه د ماشومانو له توپ وهنې سره تشبِه کړې وه.
خو افغان لوبډله بیا د ۱۸۷ منډو په پوره کولو کې پاتې راغله او ټول لوبغاړي یې په ۱۵۴ منډو وسوځېدل.
wi aus.jpg
سریلانکا ورڅخه لوبه په ۳۴ منډو وګټله؛ لومړیو کې د کرکټ مبصرینو ویل، چې ښايي افغان لوبډله دا هدف په دېرشم اوور کې پوره کړي، خو د شهزاد له سوځېدو سره د وېکټو لړۍ روانه شوه او بالاخره په ماته یې لوبه پای ته ورسېده.
دا د افغان لوبډلې کمزورې توپ وهنه وه، چې لوبه مو له لاسه ورکړه.
د جون په ۶ مه نېټه د اسټرالیا چټک بالر نتن کولټرنایل د ویسټ انډیز پر وړاندې داسې توپ وهنه وکړه، چې افغان توپ وهونکي یې وننګول.
نتن کولټرنایل اسټرالیا له ستونزو راوویسته، د هېرو او ګټونکي رول یې ولوباوه او بالاخره د لوبې د غوره لوبغاړي جایزه یې هم واخېسته.
اسټرالیا په ۷۹ منډو پنځه وېکټې له لاسه ورکړې وې، سمېت او الېکس کېري شا او خوا ۷۰ منډې ملګرتیا وکړه او په وروستۍ برخه کې نتن کولټرنایل، چې ښي لاسی چټک بالر دی؛ راووت هغه په ۶۰ توپونو کې ۱۲ بونډریانې ولوبولې، ۴ یې شپږیزې او ۸ یې څلوریزې ووهلې، ۹۲ منډې یې جوړې کړې ۱۵۳ اعشاریه ۳۳ سټرایک رېټ یې ولوباوه او د اسټرالیا هدف یې تر ۲۸۹ منډو ورساوه.
که څه هم دا ذمه واري په لوبډله کې د توپ وهونکي وي چې ښه توپ وهنه وکړي؛ خو دا چې لوبډله کې توپ وهونکي ګېر شي او ښه لوبه ونه شي کولای بیا نو بالر ملا تړي او منډې جوړوي.
که د اسټرالیایي بالر په پرتله د افغان توپ وهونکو توپ وهنه وګورو بشپړ توپیر لري، اسټرالیایي بالر د ویسټ انډیز د چټکو بالرانو هر راز توپونه په خورا ښه انداز ولوبول، بالران یې وټکو او حال دا چې کولټرنایل خپلې سلیزې ته ورنږدې شو.
نو د اسټرالیا پخواني کرکټ لوبغاړي مېچل کلارک کولټر نایل نه یواځې دا چې ښه بالر بللی، بلکې د دې ترڅنګ یې غوره توپ وهونکی هم بللی دی.
د لوبې  لېنک: