نړیوال جام ته د استرالیا لوبډله؛ لومړۍ لوبه به له افغانستان سره کوي

سپینه تجريدي ډیزاین

اسټرالیایي کرکټ بورډ له دوه کلن ځنډ وروسته د نړیوال جام لپاره پخوانی لوبډلمشر سټیف سمېت او مرستیال لوبډلمشر ډېوېډ وار شامل کړي او غواړي چې نړیوال جام کې یې ولوبوي.
په دوی دواړو په افریقا کې د توپ د درغلۍ له امله دوه کاله بندیز و.
سمېت مخکې د اسټرالیایي لوبډلې لوبډلمشر و او وارنر یې بیا مرستیال و.
اسټرالیا پنځه ځلې نړیوال جام ګټلی او د شپږم ځل اتلولۍ لپاره یې ځواکمنه لوبډله اعلان کړې.
نړیوال جام ته د اسټرالیا نوملړ
اسټرالیا د نړیوال پنځوس اوریز جام لپاره چې ۴۴ ورځې وروسته پېلېږي ۱۴ کسیزه لوبډله اعلان کړه، په دې لوبډله کې اېرون فېنچ لوبډلمشر دی، ډېوېډ وارنر، سټیف سمېت، عثمان خواجه، شوون مارش، ګلېن مکسویل، مارکُس سټاینېس، الېک کېري وېکټ ساتونکی، پټ کمېنس، مېچل سټارک، جای ریچارډسن، نتن کولټرنایل، جېسن بېهرېنډورف، آدم زمپا او نتن لیئن شامل دي.
مېچل سټارک، بهرېنډورف، کولټرنایل، پټ کمېنس او جای ریچارډسن چټک توپ اچوونکي دي.
Mitchell Starc نړیوال جام ته د استرالیا لوبډله؛ لومړۍ لوبه به له افغانستان سره کوي
مېچل سټارک چې اوسمهال د نړۍ په کچه چټک او خطرناک توپ اچوونکی دی یو ځل بیا د اسټرالیا په نوملړکې شامل شوی دی.
هغه په تېرو ۱۳ یو ورځنیو لوبو کې د اسټرالیا لپاره نه دی لوبېدلی اوس یې روغتیا ښه ده او نړیوال جام لپاره چمتو دی.
په دې نوملړ کې یو شمېر لوبغاړي نه دي اخېستل شوي، مېچل مارش، پېټرهنډزکمب، ټېم پېن، ټراوېس هېډ، جاش هزل ووډ، کرېس لیین، جورج بیلي، مویسِس هېنرېکېز، ډارسي شارټ او نور لوبغاړي نه دي اخېستل شوي.
اسټرالیا له افغانستان سره د جون په لومړۍ نېټه نړیوال جام کې لوبه لري.