د پاکستان کرکټ ملې د پنځه یو ورځنیو سیالیو له ډلې په دریمه نړیواله یو ورځنۍ سیالۍ کې هم د اسټرالیا په وړاندې ماته وخوړه.
په دغه سیالۍ کې لومړۍ توپ وهنه د اسټرالیا لوبډلې وکړه، که څه هم د پیل لوبغاړي چپ لاسي عثمان خواجه ښه لوبه تر سره نه کړه او په صفر بېرته له میدانه ووت خو فینج په دغه سیالۍ کې هم ۹۰ منډې جوړې کړې.
تر دې وړاندې سیالیو هم ایرون فینچ سلیزې جوړې کړې وې، خو په دغه سیالۍ کې ورسره قسمت تر سلیزې جوړېدا یاري ونه کړه.
شون مارش هم ۱۴ منډو له کولو وروسته بېرته سوځېدلو لوبغاړو خواته ستون شو، هنډس کامب بیا ۴۷ منډې وکړې او اوټ شو، سټواینز بیا یوازې د ۱۰ منډو په کولو وتوانېده خو ګلین مکسویل بیا بریدګره توپ وهنه وکړه او ۷۱ منډې یې په ۵۵ توپونو جوړې کړې او رن اوټ شو.
اسټرلیا لوبډلې په ټاکل شویو اورونو کې د ۶ لوبغاړو په اوټېدو ۲۶۷ هدف کېښود.
د پاکستان له لوري یاسر شاه، حارث سهیل، جنید خان، عماد وسیم او عثمان شینواري یوه یوه ویکټ واخیسته.
په مقابل کې د پاکستان پيل ښه نه وه او لومړي اوپنر یې په دوه منډو خپله ویکټ له لاسه ورکړه، حارث سهیل بیا یوازې یوه منډه وکړه په داسې حال کې چې ترې وروسته محمد رضوان د کومې منډې په جوړولو ونه توانېده.
شعیب ملک بیا ۳۲ منډو په کولو وتوانېده، عمر اکمل هم ۳۶ منډې وکړې، عماد وسیم ۴۷ منډو په کولو د باکستان په لوبډلې کې په دغه سیالۍ کې تر ټولو د ډېرو منډو جوړونکی شو، یاسر شه ناسوځېدلی پاتې شو او ۱۰ منډې یې وکړې، محمد حسنین او عثمان شینواري دواړه په صفر د میدان څخه ووتل.
اسټرالیاوي پيټ کومینس د پاکستان درې لوبغاړي وسوځول، بیهرنډروف، لأین او ګلین مکسیویل یوازې یوه ویکټه تر لاسه کړه خو ادم زمپا باید څلور پاکستاني لوبغاړي په ګونډو کړل.
د پاکستان کرکټ لوبډلې د ټولو لوبغاړو په سوځېدو خپلې منډې تر ۲۰۰ هم ونه شوې رسولی، ټوله لوبډله یې په ۱۸۶ منډو وسوځېدله او په ۸۰ منډو یې دغه سیالي هم وبایلله.