پر لاریون کوونکو د موټر د وربرابرولو په تور نیول شوی شکمن افغان: قصدا مې پر خلکو موټر وروخیژو

پرون د جرمني په مونیخ ښار کې یو ۲۴کلن افغان پر لاریون کوونکو خپل موټر وربرابر کړی دی

په جرمني کې هغه افغان چې پرون پنجشنبې یې په مونیخ ښار کې يې خپل موټر پر لاریون کوونکو وربرابر کړی و، منلې چې دا کاریې قصدا کړی دی.

د دې ښار یوې لوړپورې چارواکې نن جمعه ویلي، دوي باورمند دي چې دا کار د اسلامي انګیزې له مخې شوي دي.

د دغې چارواکې په خبره، شکمن افغان د پوښتنو پر مهال په دې اعتراف کړی چې د دې کار ترشا يې مذهبي انګیزه لرل.

رسنیو د شکمن افغان نوم فرهاد ان ښودلی او ویلي دي چې ۲۴ کاله عمر لري.

د مونیخ په پرونۍ پېښه کې ۳۶کسان ټپیان شوي وو.

په دې جرمني کې په وروستیو څو میاشتو کې دا دریمه پېښه ده چې افغانان په کې تورن پیژندل کیږي.

د افغان کډوالو انديښنې

په جرمني کې په جنايي پېښو کې د افغانانو ښکلتیا په دې هېواد کې میشت یو شمیر افغان کډوال انديښمن کړي او وايي، دا ډول کړنې د قبولۍ پر کېسونو منفي اغیز کوي او ښايي افغانستان ته د افغانانو ډپیورټ ورسره زیات شي.

سباوون چې په ۲۰۲۳ کال کې جرمني ته راغلی وايي، افغانانو ته دلته د جرمني حکومت ډیر امکانات ورکوي خو په خبره يې د دې پر ځای چې افغان کډوال د دې امکاناتو منندویه اوسي، دلته جرمونه کوي او د جرمني حکومت ته سردردي جوړوي.

په جرمني میشت د کډوالو د حقونو فعالان بیا په دې باور دي چې په جنايي پېښو کې د افغانانو یا په ټوله کې د مسلمانانو ښکلتیا د ښې اړخو لپاره ښه پلمه په لاس ورکوي چې کډوال وشړي.

بل پلو، د پنجشنبې ورځې له دې پېښې وروسته د جرمني صداعظم اولاف شولتس دا پېښه وحشتناکه بللې او ویلي و، شکمن افغان کډوال دې مجازات او له جرمني وشړل شي.

دا دریمه پېښه ده چې افغانان په تورن پیژندل کیږي

د جرمني په مونیخ ښار کې پرون یو افغان کډوال په داسې حال کې پر عام خلکو د موټر د وربرابرولو د پیښې په تړاو ونیول شو، چې په پرون د جرمني په یو بل ښار کې د یو تورن افغان محکمه روانه وه.

دغه افغان کډوال چې د “سلیمان اې ” په نوم سره معرفي شوی د تیر کال په مې میاشت کې یې د جرمني په منهایم ښار کې د ښې اړخو پر یوې غونډې برید کړی وه او د یو پولیسو په ګډون څو نور کسان ټپیان کړي وو.

ټپي شوي پولیس وروسته په روغتون کې ساه ورکړې وه.

د سلواغۍ میاشتې په پیل کې د چړې په برید کې د جرمني په بایرن ایالت کې د یو ماشوم په ګډون دوه کسان وژل شوي وو.

له پېښې وروسته پولیسو ویلي و، یو ۲۸کلن شکمن افغان یې نیول دی.

دغو پرله پسې پېښو په جرمني کې میشت افغان کډوال اندښمن کړي او ښايي افغانستان ته د افغان کډوالو په بیرته ستنولو کې زیاتوالی راشي.

له وړاندې جرمني د روان ۱۴۰۳ کال په سنبلې میاشت کې په یوه چارتر پرواز کې ۲۸ افغانان بیرته افغانستان ته ډپیورټ کړي وو.

جرمني ویلي و، دا افغانان مجرمین دي.