
په بلوچستان ایالت کې وسله وال جنګیالي ادعا کوي چې پر یوه اورګاډي د برید پرمهال یې ۱۸۲ کسان یرغمل کړي دي.
د دې برید پړه د بلوڅ آزادي بښونکي پوځ په نوم ډلې منلې ده. دې ډلې په یوه تازه بیان کې ویلي دي چې د اورګاډي له الوزولو وروسته یې یوولس امنیتي سرتېري هم وژلي دي. دې ډلې ویلي چې د دولتي ځواکونو د عملیاتو پرمهال یې د پوځ یوه بې پیلوټه الوتکه هم ویشتلې ده.
بلوڅ وسله والو حکومت ته خبرداری ورکړی چې که عملیاتو ته دوام ورکړي نو یرغمل شوي کسان به ووژني. په بیان کې دا یادونه هم شوې چې په اورګاډي کې د پوځ، پولیسو، ISI او د تروریزم پرضد د مبارزې د ځواکونو برحال پوځیان چې رخصتۍ ته تلل شامل دي.
بیان زیاتوي چې ښځې، ماشومان، سپین ږیري کسان او بلوڅان په خوندي ډول خوشې شوې دي.
رویټرز خبري اژانس د بلوچستان د اورګاډي د ادارې د چارواکو له قوله راپور ورکړی چې د جعفر اکسپرس اورګاډی چې ۴۰۰ تنه سپرلۍ پکې وې له کوټې څخه پېښور ته روان و، چې په لاره کې ډزې پرې شوې دي.