اسیا جام باید ترسره شي

په شپه کې غرونو ترمنځ یو روښانه سرک

لیکنه: سمیع الله درانی
اسیا شل اوریز کرکټ جام په اړه د جون په ۹ مه د سې شنبې پر ورځ ویډیويي کنفرانس ترسره شو، په کنفرانس کې د جام د ترسراوي او اهمیت په اړه بحث وشو.
د غونډې ګډونوالو هېوادونو وویل چې د جام ترسره کول مهم دي او باید ترسره شي.
وېره وه چې اسیا کرکټ جام به د کرونا ویروس د خطر امله ترسره نشي، خو په وروستۍ غونډه کې یې په ترسره کولو ټینګار شوی دی.
دویم بحث
دویمه مهمه خبره د جام د کوربه هېواد په اړه وه، پاکستان سږ کال د یاد جام رسمي کوربه هېواد و، خو د هندوستان کرکټ بورډ پاکستان کې د جام ترسره کول نه غوښتل او په دې سره لانجه روانه وه.
د جون په نهمه نېټه پرېکړه وشوه چې د اسیا راروان احتمالي شل اوریز کرکټ جام کوربتوب به د پاکستان پرځای سریلانکا کوي.
د پاکستان کرکټ بورډ هم د سریلانکا کوربتوب سره موافقه کړې ده.
اسیا جامونه او اتل هېوادونه یې
سږ کال که د کرونا وېره نه وي او یا هم احتیاطي تدابیر وي، نو د اسیا جام پنځلسم پړاو به د ۶ لوبډلو په ګډون ترسره شي.
افغانستان، پاکستان، بنګله‌دېش، هندوستان او سریلانکا پکې شامل دي.
یوه لوبډله له دویمه درجه اسیایي هېوادونو څخه کوالیفای یا غوراوی کوي.
د اسیا جام ۲۰۱۶ کې شل اوریز ترسره شو او نور ټول ون ډی یا پنځوس اوریز وو.
که سږ کال جام وشي نو کابو دوې نیمې میاشتې وروسته به سریلانکا کې ترسره شي.
هندوستان ۷ ځلې د اسیا جام اتلولي ګټلې او سږ کال به یې د دفاع لپاره هلې ځلې کوي.
سریلانکا پنځه ځلې د اسیا جام ګټلی او پاکستان دوه ځلې ګټلی دی.
افغانستان دوه ځلې دا جام لوبولی، چې دواړه ځلې پنځوس اوریز و، ۲۰۱۶ م کال کې افغان لوبډلې له هانکانګ څخه ماتې وخوړه او کوالیفای یې ونه کړه.
۲۰۱۴ کې افغان لوبډلې بنګله‌دېش ته ماتې ورکړه او ۲۰۱۸ کې یې بیا بنګله‌دېش او سریلانکا ته یې ماتې ورکړې.
سږ کال جام شل اوریز دی او که لوبډله په اتفاق سره د هېواد لپاره ولوبېږي، نو کولای شي چې ښه لاسته‌راوړنه ولري او د جام د اتلولۍ احتمال هم شته.
تاسې درانه لوستونکي څه فکر کوئ، چې افغان لوبډله به اسیا جام کې کومې لوبډلې ماتې کړي؟
Screenshot_20200610_071838.jpg