د افغانستان په بریا د سریلنکا او بنګله دیش برخلیک هم ټاکل کیږي 

یو ماشوم د لرګي تخته په لاس کې نیولی، په خوشحالۍ سره مسک دی

د ۲۰۱۸ م کال د کرکټ اسیايي شورا لخوا د اسیا جام سیالۍ د پاکستان او بنګله دیش په بریاوو سره پیل شوې دي، چې نن پکې افغان لوبډله هم خپل بخت ازمايي.
د دې سیالیو په دریمه لوبه کې نن افغانستان د سریلنکا د کرکټ ملي لوبډلې سره مخامخ ده، چې د افغانستان په نسبت یې سریلنکا ته ګټل حتمي دي.
افغان کرکټ ملي لوبډله په نننۍ لوبه کې د بریا په خپلولو سره د خپل ځان ترڅنګ د بنګله دیش او سریلنکا برخلیک هم ټاکي، چې پکې به بنګله دیش له افغانستان سره یو ځای دویم پړاو ته ولاړ شي، خو برعکس به سریلنکا د روان جام سیالیو له مخکې تګ څخه د کور په طرف رخصت شي.
د دې جام سیالیو په لمړي راونډ کې ۶ واړه لوبډلې په دوږ ګروپونو ویشل شوې دې، چې د هر ګورپ درې واړه لوبډلې دوه لوبې ترسره کوي، چې د یوې په ګتلو هم تر دویمې مرحلې رسیدللی شي.
سریلنکا په لمړۍ سیالۍ کې بنګله دیش ته ماتې خوړلې ده، نو ځکه خو ورته د افغانستان خلاف لوبه کې بریا خپلول زیات اړین دي، خو بلخوا به د افغانستان د کرکټ ملي لوبډله په همدې سیالۍ کې د سریلنکا په ماتولو دویم پړاو ته د رسیدو په تمه وي. 
د لمړي پړاو څخه ګټونکې ۴ لوبډلې دویم پړاو ته لار پیدا کوي، چې هلته به د درې نورو لوبو د ترسره کیدو وروسته تر پای لوبې ځان رسوي.
احسان الله ساپی

About ياران ټیم 3411 Articles
یاران ټیم په هېواد کې دننه او بهر او د افغان لیکوالو او خبریالانو متعهده ډله ده چې په داوطلبانه توګه د یاران لپاره خبرونه، لیکنې او معلومات چمتو کوي.