د اسيا د ځغاستې اتله له څلور کلن بنديز سره مخ شوه

د مني په موسم کې غرونه او ځنګلونه
خبريال: مدثر دعوت

د اسيا د ځغاستې اتله او د سرو زرو د مډال ګټونکې ګوماتي ماريماتو د څلور کلونو لپاره له هر ډول ورزشي فعاليت څخه منع شوه.
ماريماتو چې له هندوستان هېواد څخه ده، دوه ځلې يې د ناقانونه درملو ازموينې مثبته پايله ورکړې.
ويل کېږي، دې د ۲۰۰۱۹ز د ځغاستو په سياليو کې چې کوربتوب يې د قطر هېواد کوي، داسې درمل خوړلي چې د بدن قوت ډېروي او د لوبو پر مهال د ستړيا مخه نيسي.
ګوماتي د اسيا د اتلولۍ ترڅنګ د سرو زرو مډال ګټلی او د ۸۰۰ متره ځغاستې د ريکارډ جوړوونکې لقب يې هم ګټلی و.

د ۲۰۱۹ز د مارچ له اتمې څخه بيا د مې تر ۱۹مې نېټې پورې چې ماريماتو کوم لقبونه، مډالونه يا هم جايزې ګټلي وې، ټول ترې اخيستل کېږي، چې د هغو له ډلې څخه د سرو زرو مډال، د اسيا په کچه د ځغاستې اتلولي او ۱۰۰۰ پونډه د يادولو وړ دي.
خو ګوماتي ماريماتو دا هرڅه خپل پر وړاندې يو تور بولي او خپل د بې ګناهۍ د ثابتولو لپاره غواړي دا موضوع په محکمې کې حل کړي.
۳۱ کلنه ګوماتي وايي چې د دې مدافع وکيل اوس په کرونا وایروس اخته شوی چې تر جوړېدلو وروسته به خپله قضيه وڅېړي.