د سږکال اسیا جام دوه کاله وځنډېد

سپینه تجريدي ډیزاین

پرېکړه داسي سوې ده چي، د ۲۰۲۰ کال آسيا جام چي روان ۲۰۲۱ کال ته ځنډېدلی وو هغه اوس ۲۰۲۳ ته و ځنډېد، او د ۲۰۲۲ کال آسیا جام به پر خپل ځای وي او ترسره کیږي به.

۲۰۲۰ کې هم دا جام د کورونا وایروس د شدت له امله ۲۰۲۱ ته ځنډېدلی و؛ که څه هم سږ کال د کورونا وایروس د تېرکال په پرتله ډېرې ستونزې نه دي جوړې کړي او ډېری هېوادونو کې د کرکټ لوبې شونې دي؛ خو بیا هم د اسیا جام لغوه شو.

سږکال او ۲۰۲۲ کې د اسیا جام د لغوه کېدو لوی لامل د پاکستان او هندوستان د ملي لوبډلو نړیوالې لوبې وې.

هندوستان له انګلستان او نیوزیلېنډ سره لوبې لري، پاکستان یې له ویسټ انډیز او بیا انګلستان سره لوبې لري.

بل د هندوستان کرکټ بورډ تابیا لري، چې د آی‌پي‌اېل پاتې ۳۱ لوبې هم سږکال ترسره کړي.

نو اسیا جام اصلاَ د هندوستان د آی‌پي‌اېل، د ملي لوبډلې د لوبو او د پاکستان د لوبډلې د لوبو ښکار شو.

دلته ډېره ضربه افغانستان ته ورسېده، ځکه افغانستان په جون میاشت کې په اسیا جام کې لوبې درلودلې او دا هم لغوه شوې.

دلته د لوبغاړو فیس، لوبو کې ګډون لا شاته شو او دا د افغان لوبډلې په رېنکېنګ هم اغېز درلودلی شي.

۲۰۲۱ کې نړیوال شل اوریزجام ترسره کېږي او که اسیا جام شل اوریز ترسره شوی وای، دا به د افغان لوبډلې لپاره یوه ښه کیلي وه، چې تېروتنې یې اصلاح کړې وای او په ښه چمتووالي سره نړیوال جام ته ورغلی وای.

۲۰۱۶ کې اسیا جام شل اوریز ترسره شوی و او ۲۰۱۸ کې پنځوس اوریز ترسره شو او په ۲۰۲۳ کې به هم پنځوس اوریز ترسره شي.

ځکه پنځوس اوریز ترسره کېږي، چې ۲۰۲۳ کال نړیوال پنځوس اوریز جام لپاره ښه کیلي جوړه شي.

 

اسیا جام په ۱۹۸۴ کې تاسیس شوی دی، چې ۷ ځلې هندوستان، ۵ ځلې سریلانکا او دوه ځلې پاکستان ګټلی دی.