د اسیا لس جذابې او ښکلي فلمي ستورې

یو زوړ بیل بورډ چې په سمندر کې ډوب دی

د نړۍ د سترې لویې وچې (اسیا) د ښکلو، ښایسته او جذابو مېرمنو نوملړ له هندي او پاکستاني فلم ستورو ډک دی.
برتانوي مجله (ایسټرن ائی) له لوري په یوه جوړ شوي نوملړ کې د اسیا د ۵۰ مېرمنې چې جذابې بللې په لسو غوره کې یې پاکستاني او هندي فلم اداکارانې شاملي دي.
د ایسټرن ائي د اوه ورځنۍ مجلې چې د هنر په برخه کې کار کوي په ۲۰۱۹ کال اسیایې ۵۰ جذابې مېرمنو نوملړ وړمه ورځ خپور کړی وه خو نومونه یې اوس روښانه شوي دي.
د نوملړ تنظیموونکي اسجد ناظر په خپل یوه تويټ کې د اسیا ۷ ښکلو مېرمنو نومونه لیکلي دي.

  • عالیه بهټ:

68886919 د اسیا لس جذابې او ښکلي فلمي ستورې
د هندي سینما ښایسته فلم لوبغاړي عالیه بهټ د اسیا تر ټولو زیاته ښکلي او جذابه نجلۍ یاده شوې ده، د اسکر جایزې ۹۲ مډال ته نوماند فلم یې (ګلي بوائي) کې نوموړې مرکزي رول لوبولی دی.

  • ډپیکا پډوکون:

ډبیکا.jpg
د اسیا جذابوترینو مېرمنو په نوملړ کې مشهوره هندي فلم لوبغاړې ډپیکا پډوکون په دویم نمبر کې راغلې ده، مګر د قرن یا پېړۍ په ښکلو مېرمنو کې یې لومړی ځای اخیستی.

  • حناء خان:

Hina Khan د اسیا لس جذابې او ښکلي فلمي ستورې
د هندي سریالونو او د لومړي ځل د سلمان خان د ټلویزیوني پروګرام بګ باس څخه مشهوره شوې ۳۲ کلنه اداکاره حنا خان په دریم نمبر راغلې ده، نوموړې په ښایسته مشهورې فلم ستورې شاته پریښي دي.

  • ماهره خان:

mahira د اسیا لس جذابې او ښکلي فلمي ستورې
د پاکستان د فلم لوبغاړي ماهره خان هم د جذابو مېرمنو په نوملړ کې راغلې، د نوموړې نوم په څلورم نمبر کې دی خو د قرن په ښکلو مېرمنو کې ماهرا په دریم نمبر راغلی ده.

  • سربهي چندنا:

68757742 د اسیا لس جذابې او ښکلي فلمي ستورې
هندۍ نوموتې اداکاره سربهي چندنا په پنځم نمبر په دغه نوملړ کې راغلې ده، د ۲۰۱۹ کال په ښکلو مېرمنو کې نوموړي پریانکا او کټرینا کیف هم وروسته پريښي دي.

  • کټرینا کیف:

Katrina Kaif Bharat د اسیا لس جذابې او ښکلي فلمي ستورې
د ښایستونو مشهوره اداکاره داځل د ښایستؤ په لیسټ کې وروسته راغلې، د مجلې له لوري په دغه نوملړ کې یې نوم دا ځل په ۶ نمبر راغلی دی.

  • شیوانګي جوش:

شیوانګي.jpg
د هندي سریالانو مشهوره اداکاره ۲۰ کلنه شوانګي په اسیا کې ۷ ښکلې او جذابه مېرمن ګڼل شوې ده.

  • نیا شرما:

د اسیا لس جذابې او ښکلي فلمي ستورې
۲۸ کلنه د هندي ټلویزیون اداکاره نیا شرما د اسیا په ۸ نمبر کې جذابه مېرمن حساب شوې ده.

  • مهوش حیات:

5d523649a5310 د اسیا لس جذابې او ښکلي فلمي ستورې
د پاکستان نوموتې اداکاره مهوش حیات په نهم نمبر راغلې ده، نوموړې د پاکستان د حساب اکټرانو څخه شمېرل کیږي.

  • پریانکا چوپړا:

pc m د اسیا لس جذابې او ښکلي فلمي ستورې
روان کال تر نورو د ډېرو خبرونو سرټکو جوړونکې فلم ستورې او د هاليوډ او بالیوډ اداکاره پریانکا چوپړا په ۱۰ نمبر راغلې، خو نوموړې د قرن یا پیړۍ په جذابو مېرمنو کې په دویم نمبر راتلو بریالۍ شوې ده.