اسیا کې د افغانستان په ګډون پنځه غوره لوبډلې شاملې دي.
افغانستان، پاکستان، بنګله دېش، هندوستان او سریلانکا د اسیا غوره کرکټ لوبډلې دي، چې هم د اسیا کرکټ شورا سره بشپړ غړیتوب لري او هم د کرکټ نړیوالې شورا بشپړ غړیتوب لري.
له دغو پنځه لوبډلو ځینې لوبغاړي راخېستل شوي او ځانګړې لوبډله ترې جوړه شوې ده.
د کرېک ټرکر وېب پاڼې ویلي، چې اوس وخت کې دا د اسیا په کچه غوره لوبغاړي دي او دا یې لوبډله ده.
د اسیا اوسني غوره کرکټ لوبډله کې ویرات کولي، بابر اعظم، روهېټ شرما، شکېب الحسن، راشدخان، ایم ایس ډوني، مشفق الرحیم، لسېت ملېنګا، محمد عامر او جسپرېت بومرا برخوال دي.
دا لوبډله که جوړه شي او د نړۍ کرکټ لوبډلې سره لوبه وکړي؛ نو خامخا د اسیا کرکټ لوبډله بریالۍ کېږي.
ویرات کولي د نړۍ غوره کرکټ توپ وهونکی دی، چې درې واړو ډولو لوبو کې له لومړي مقام نیولې تر لسم مقام پورې پاتې شوی دی.
بابراعظم هم په شل اوریزو لوبو کې لومړی نمبر توپ وهونکی دی، په یو ورځنیو لوبو کې هم غوره کرکټر دی.
روهېټ شرما د هندوستان کرکټ لوبډلې پیاوړی اوپنر دی او د نړۍ په کچه په یو ورځنیو لوبو کې د سریلانکا پر وړاندې د ۲۶۴ ریکارډي منډو جوړوونکی دی.
شکېب الحسن تر بندیز وړاندې لومړی نمبر الراونډر و، چې بیا ترې محمد نبي عیسی خېل مخکې شو.
راشدخان په شل اوریزو لوبو کې لومړی نمبر توپ اچوونکی دی، له دې وړاندې په یو ورځنیو لوبو کې هم درېیم نمبر توپ اچوونکی وو او اوس لسم نمبر کې قرار لري.
ایم ایس ډوني تر ټولو غوره فېنېشر او غوره وېکټ ساتونکی لوبډلمشر دی.
مشفق الرحیم هم د بنګله دېش غوره توپوهونکی دی، ملېنګا د یارکرو پاچا او په شل اوریزو لوبو کې تر ټولو د زیاتو وېکټو اخیستونکی توپ اچوونکی دی.
محمد عامر کیڼ لاسی چټک توپ اچوونکی دی، چې زیات سپیډ ولي او سرعت سره توپ اچونه کوي.
او بومرا بیا په یو ورځنیو لوبو کې د تر ټرېنټ بولټ وروسته دویم نمبر توپ اچوونکی دی.
که په دې لوبډله کې محمدنبي عیسی خېل، رحمت شاه زرمتی هم ور اضافه شي، نو بیا به دولس لوبغاړي شي او لوبډله به لا پیاوړې شي.
اسیا براعظم کې ښې لوبډلې شته او ښه لوبغاړي یې د کرکټ نړۍ ته وربخښلي دي.