کرکټ بورډ د اصغر افغان د لرې کېدو علت هم ښودلی

په شپه کې غرونو ترمنځ یو روښانه سرک

د کرکټ بورډ له لوري په خپره شوې اعلامیه کې راغلې، د افغانستان او زمبابوې د کرکټ ملي لوبډلو ترمنځ د لومړۍ ټیسټ لوبې په اړه چې د افغانستان کرکټ بورډ تحقیقاتي کمیټې کومې څېړنې ترسره کړې، د هغې له مخې دا جوته شوه چې د یادو سیالیو په لړ کې د افغان ملي لوبډلې پخوانی لوبډلمشر اصغر افغان ځینې پرېکړې د دې لامل شوې چې افغان لوبډله لومړۍ ټیسټ لوبه وبايلي.

یاده اعلامیه کې ویل شوي، چې په همدې اساس د افغانستان کرکټ بورډ د غړو د ګډې پرېکړې پر اساس اصغر افغان د افغان ملي لوبډلې د لوبډلمشر په توګه له خپلې دندې څخه ګوښه، او پرځای یې د نړیوالو یو ورځنیو او ټېسټ لوبو لپاره حشمت الله شهیدي د لوبډلمشر او رحمت شاه زرمتی د مرستیال لوبډلمشر په توګه غوره شول. همدارنګه د شل اوریزو نړیوالو لوبو لپاره به ډیر ژر نوی لوبډلمشر معرفي او راشد خان به په یاد فارمټ کې د مرستیال لوبډلمشر په توګه پاتې وي.

 

About ياران ټیم 3427 Articles
یاران ټیم په هېواد کې دننه او بهر او د افغان لیکوالو او خبریالانو متعهده ډله ده چې په داوطلبانه توګه د یاران لپاره خبرونه، لیکنې او معلومات چمتو کوي.