لیکنه: سمیع الله درانی
اصغر افغان چې ۳۳ کاله عمر لري اصلاً د افغانستان د کابل ولایت اوسېدونکی دی.
ده په پاکستان کې د مهاجرت پر مهال کرکټ کاوه او کله چې په ۲۰۰۰م کې د افغان لوبډلې د جوړولو هڅې پیل شوې، نو اصغر افغان هم له ملي لوبډلې سره مل شو.
هغه له همغه وخته، چې لوبډله جوړه شوه، په کرکټ یې د افغانستان استازولي پیل کړه.
دی په ۲۰۰۹ او ۲۰۱۰م کلونو کې د افغان لوبډلې منځنی توپوهونکی و، نوموړی یوازینی توپوهونکی و، چې په یو ورځنیو لوبو کې یې پراخه حوصله لرله او تل به یې له رییس احمدزي سره د دویمه درجه هېوادونو کرکټ لوبډلو پر وړاندې یوه بریالۍ او باحوصله توپوهنه نندارې ته وړاندې کوله.
دی به په څلورم نمبر له رییس احمدزي سره ډېر ښه ودرېده او هغه وخت په یو ورځنیو لوبو کې د دوی وېکټې درېدو ته هیلې هم وې او اړتیا به هم وه.
اصغر افغان او د مطرح کېدو وختونه یې
اصغر له لومړي سره د یو توپوهونکي په توګه لوبډله کې لوبېده، خو کله چې یې د ۲۰۱۰م نړیوال شل اوریز جام پر مهال د هندوستان خلاف په سپین توپ اچوونکو شپږیزې ووهلې، نو ډېری افغانانو دا تصور کاوه، چې اصغر افغان یوازینی توپوهونکی دی، چې سلو یا سپین توپ اچوونکي ټکوي.
که وکتل شي اصغر تر نورو توپوهونکو په سپین اچوونکو د توپوهنې له امله ډېر ښه ورځي او ډېر ښه یې لوبوي.
اصغر افغان په ۲۰۱۴م کال اسیا جام کې د بنګلهدېش خلاف د ۹۲ منډو په جوړولو سره او له سمیع الله شینواري سره تر ۱۵۰ زیاتو منډو ملګرتیا له امله خورا مشهور شو.
اصغر افغان او شینواري بنګلهدېشي توپ اچوونکي تر پوزې راوستل او د افغانستان هدف یې تر ۲۵۶ ورساوه.
هغه وخت د مبصرینو په خوله د شینواري او افغان نوم زمزمه کېده.
اصغر افغان څلور ټېسټ لوبې کړي
د عربي متحده اماراتو پر وړاندې یې ټېسټ لوبه کې سلیزه ووهله.
د ایرلېنډ خلاف یې ۸۸ منډې وکړې، د بنګلهدېش خلاف هم ښه وځلېد او د ویسټ انډیز خلاف لوبه کې یې هم ښه لوبه وکړه.
په ټېسټ لوبو کې یې ۱۲ توپونه ترسره کړي یا یې دوه اورونه بالېنګ کړی دی او کومه وېکټ یې نه ده اخیستې.
څلورو ټېسټ لوبو کې یې ۲۴۵ منډې کړي دي.
د اصغر افغان شل اوریزې او یو ورځنۍ لوبې
هغه ۵۹ شل اوریزې لوبې کړي دي، چې په دې لوبو کې یې ۱۰۵۶ منډې کړي دي، سلیزه نه لري او ۳ پنځوسیزې یې وهلي دي او یوه لوبه کې یې لوړې منډې ۶۲ دي.
په شل اوریزو لوبو کې یې یوازې ۴ توپونه ترسره کړي او یوه وېکټ یې اخیستې ده.
یو ورځنۍ لوبې او افغان
هغه ۱۰۲ یو ورځنۍ لوبې کړي دي، چې پکې یې ۲۰۷۸ منډې کړې، یوه سلیزه او ۱۱ یې پنځوسیزې وهلي دي.
۱۰۱ یې لوړې منډې دي.
۱۳۹ یې توپونه ترسره کړي او یې وېکټې اخیستې دي.
یو ورځنیو لوبو کې یې ۲۴ کېچونه نیولي او شل اوریزو لوبو کې یې ټول ۱۷ کېچونه ترلاسه کړي دي.
د یو ورځنیو لوبو پیل یې په ۲۰۰۹م کې د سکاټلېنډ خلاف وکړ او وروستۍ یو ورځنۍ لوبه یې د ویسټ انډیز خلاف ۲۰۱۹م په نومبر میاشت کې وکړه.
د شل اوریزو لوبو پیل یې په ۲۰۱۰م کې د ایرلېنډ خلاف کړی او وروستۍ شل اوریزه لوبه یې په ۲۰۲۰م کې د ایرلېنډ خلاف کړې ده.
اصغر افغان او لوبډله کې یې رول
کله چې په ۲۰۱۴م کې د اسیا یو ورځني کرکټ جام پرمهال د بنګلهدېش خلاف ښه وځلېد، نو لوبه کې رول مطرح شو.
کله چې ۲۰۱۴م کې محمدنبي عیسی خېل لوبډلمشر شو، نو لوبډلې لوبې وبایللې او هم د محمدنبي په لوبه منفي اغېز پرېوت.
محمدنبي عیسی خېل لوبډلمشري پرېښوده او اصغر افغان په تدریج سره لوبډله په لاس کې واخیسته او بریالۍ لوبډلمشري یې پیل کړه.
هغه له ۲۰۱۵م څخه تر ۲۰۱۹م پورې لوبډلمشري وکړه، خو دویمه درجه هېوادونو خلاف یې لوبډلمشري دومره بریالۍ وه، چې لوبډله یې د ښو لوبغاړو په مرسته په خپله لوبډلمشرۍ کې تر بشپړ غړیتوب لرونکې یا فول مېمبر ته ورسوله.
زِمبابوې، ایرلېنډ، سکاټلېنډ، سریلانکا، ویسټ انډیز او بنګلهدېش لوبډلې په شل اوریزو لوبو کې ترشاه پرېښودې او افغان لوبډلې تر اووم مقامه خپل منزل راورساوه.
په یو ورځنیو لوبو کې لوبډله په لسم مقام ودرېده، او ټېسټ لوبو کې اوس نهم نمبر لوبډله ده.
تر ۲۰۱۹م پورې اصغر یو بریالی رول ادا کړ او لوبډلمشري یې فوق العاده وه.
په ۲۰۱۹م کې کله چې لوبډلې د نړیوال جام لپاره چمتووالی نیوه، نو په لوبډله له رهبریت نیولې تر لوبډلمشرۍ او لوبغاړو پورې بې ثباتي پېدا شوه، چې لامل یې اصغر افغان او ځینو لوبغاړو د بورډ پخوانی مشر عزیز الله فضلي باله، خو عزیزالله فضلي بیا اصغر د لوبډلې قبضه کوونکی او انحصاروونکی وباله.
دې ستونزو اصغر له لوبډلمشرۍ لرې کړ او پر ځای یې ګلبدین نایب لوبډلمشر شو.
دا داسې وخت و، چې نړیوال پنځوس اوریز جام ته یوازې ۲ میاشتې پاتې وې او لوبډله سوېلي افریقا ته د نړیوال جام تیاري په موخه کېمپ تمریناتو ته روانه وه.
شاوخوا ۳۰ لوبغاړي سویلي افریقا ته ولاړل او هلته یې تمرینات پیل کړل، خو اصغر کابل کې پاتې شو او بالاخره له جوړجاړي وروسته اصغر هم افریقا ته ولاړ او لوبډلې سره مل شو.
د کرکټ ملي لوبډله له تمریناتو وروسته انګلستان ته ولاړه او هلته د ۲۰۱۹م یو ورځنیو لوبو نړیوال کرکټ جام کې ګډون وکړ.
په دې جام کې د افغان لوبډلې برم ډېر خراب کړ، ۹ لوبې سر په سر یا په پرلهپسې ډول افغان لوبډلې وبایللې او له ۹ ماتو سره له نړیوال جام څخه هېواد ته راستنه شوه.
له دې وروسته له افغان کرکټ لوبډلې سره د افغان مینهوال مینه خورا کمه شوه او کرکټ مینه ورسره کمرنګه شوه.
له دغو جنجالونو وروسته کرکټ بورډ خپل مشر بدل کړ او فرهان یوسفزی چې اصلاَ د کرکټ لوبغاړی نه دی او یو سوداګر دی، چې د کرکټ بورډ مشر وټاکل شو، انډي مولز د غوراوي کمېټې مشر، اجرایوي مشر اسدالله خان لرې کړل شو او لطف الله ستانکزی د لوبډلې اجرایوي مشر شو.
راشدخان د ټولو ډولونو لوبډلمشر شو، خو تقریباً په یوه میاشت کې له لوبډلمشر لرې کړل شو او پر ځای یې یو ځل بیا اصغر افغان د ټولو ډولونو لوبو لوبډلمشر شو او راشدخان یې مرستیال شو.
د اصغر په لوبډلمشرۍ کې بیا افغان لوبډلې لوبې نه دي کړي، خو هڅې روانې دي چې له قرنطین وروسته له زِمبابوې سره لوبې وکړي او که چېرته افغان لوبډله لوبې وګټي، نو یو ځل بیا خلک په دې اند شي، چې ګواکې د اصغر په راتګ سره لوبډله بریالۍ شوه، خو اصل خبره د لوبغاړو د اخلاص او درستې لوبې کولو ده.
اصغر افغان واده کړی او اولادونه هم لري
اوس په کابل کې اوسي، خپله پلرنۍ شتمني هم ښه ده او د کرکټ له طریقه د الف درجه ای ګرېډ لوبغاړو معاشونه اخلي.
ورور یې کریم جنت نومېږي، چې الراونډر لوبغاړی دی، کریم جنت په شپږم پړاو شپږیزه لیګ کې له خپل مشر ورور اصغر افغان سره ولوبېد او په اوپننګ برخه کې یې توپوهنه خورا په زړهپورې وه.
د ده د ښې توپوهنې له امله لوبډله ډېره ښه پرمخ تلله او د کریم جنت ښې توپ وهنې ښه په افغان کرېس ګېل مشهور له دې امله مشهور کړ، چې سر کې یې توره ټوټه تړله.
بل ورور یې عمران جنت نومېږي، چې امو نهنګانو لوبډلې سره شپږم پړاو شپږیزه لیګ کې په ۲۰۱۹م کې ولوبېد او یوه لوبه کې یې خورا په زړهپورې سلیزه ووهله.
وراره یې وقار سلام خېل نومېږي، چې لېګ برېک چېنا مېن توپ اچوونکی دی.
خپله اصغر افغان په شپږیزه لیګ کې د کابل بازان لوبډلې لوبډلمشر دی او یو ځل یې د دغه لیګ اتلولي هم ګټلې ده.
اصغر په اړه نورې څو کرښې
که څه ډېری کسان اصغر افغان اوس وخت کې د لوبې حقدار لوبغاړی نه بولي، خو زه وایم چې لا هم د اصغر افغان لوبولو ته د لوبډلمشرۍ د تجربې پر اساس د لوبېدو اړتیا شته او د لوبډلې په تخنیکي برخه کې یې زیات واک د دې لامل شوی، چې باید لوبډله کې وجود ولري، چې پرې لوبډله راټوله وي او لوبغاړي په اتفاق سره مخته ولاړ شي او ښه لوبه وکړي.
که د ۲۰۲۰ ز شل اسیا شل اوریز کرکټ جام وشي او له هغې وروسته په اکټوبر میاشت کې شل اوریز نړیوال جام اسټرالیا کې وشي، نو اصغر به لوبډلمشر وي او ۱۶ لوبډلو کې به یوه افغان لوبډله هم وي، چې دا جام به د اصغر تر لوبډلمشرۍ لاندې لوبوي.
د اصغر مخکینی تخلص اصغر ستانکزی و، بیا اصغر سلامخېل شو او په دې وروستیو کې یې چې کله برېښنایي تذکره یا پېژندپاڼه واخیسته، تخلص یې پکې افغان کېښود.
په ټوله کې افغان د افغان کرکټ لپاره ښه خدمت کړی او لوبډله یې تر ډېره بریده ښه رهبري کړې ده.
تاسې د یاران لوستونکي څه وایاست، چې اصغر اوس وخت کې د افغان لوبډلې لپاره ضرور دی او که نه؟