په کابل کې د اس ځغلوني سیالي ترسره شوه

په ابي پرده ، دا یاران لوګو او یادښت
لیکنه: محمدصابر حمیدي

د هیواد په مرکز کابل کې د اُلمپیک ملي کمېټې له لوري د لسو ولایتونو لوبغاړي راجمعه کړل شوي وه، چي د یوې ورځي لپاره یې د اس ځغلوني سیالي ترسره کړه.
په دې سیالیو کي له لسو ولایتونو ۲۴ لوبغاړو ګډون کړی وو، چې په ۱۲۰۰ کیلو متره واټن کې یې اس ځغلونه وکړه.
یاران uncategorized 2562 په کابل کې د اس ځغلوني سیالي ترسره شوه
د ورکړل شوو معلوماتو له مخي عبدالاحد له میدان وردګ څخه لومړی، سمیر پاینده د کابل څخه دویم او حیات الله بیا له قندوز څخه درېیم مقام وګاټه.
یاران uncategorized 2561 په کابل کې د اس ځغلوني سیالي ترسره شوه
لومړي مقام ګټونکي لوبغاړي ته ۱۵۰۰۰۰ افغانۍ، دویم مقام ګټونکي ته ۱۰۰۰۰۰ افغانۍ او درېیم و څلورم مقام ته بیا ۵۰۰۰۰ افغانۍ نغدي جایزه ورکړل شوه.
دا دې سیالیو درېیم پړاو وو، چې ورڅخه لس غوره سوي لوبغاړي د افغانستان ملي لوبډلي ته انتخاب کړل سول.

About ياران ټیم 3426 Articles
یاران ټیم په هېواد کې دننه او بهر او د افغان لیکوالو او خبریالانو متعهده ډله ده چې په داوطلبانه توګه د یاران لپاره خبرونه، لیکنې او معلومات چمتو کوي.