ارين خان وايي زه اختر نه لرم!

د مني په موسم کې غرونه او ځنګلونه

لیکنه: مدثر دعوت
افغان مشهور سينمايي ستوری او هنرمند ارين خان وايي زما وجدان اجازه نه راکوي چې اختر کې کنسرتونه ورکړم او سندري ووايم.
ارین خان له ياران سره په ځانګړې مرکه کې وويل چې په هېواد کې وروستيو پېښو سخت ناارامه کړی او نه غواړي چې د اختر لپاره په ځانګړو کنسرتونو کې برخه واخلي.
ارين خان وايي: “د افغانستان د تلويزيونونو له لوري ورته بلنې استول شوي، چې د اختر په ځانګړو کنسرتونو او پروګرامونو کې ګډون وکړم، خو په داسې حال کې زه څنګه سندرې ووايم چې په هر کور کې ماتم وي، هره ورځ مو بېګناه انسانان وژل کېږي او په ټولنه کې مو د غم ټغر غوړېدلی دی، زما ضمير اجازه نه راکوي چې په داسې حالت کې سندرې ووايم، که څه هم زه په هندوستان کې يم خو زړه مې د وطن لپاره زخمي زخمي دی

خان وايي چې بېګناه انسانان، ښځې او ماشومان شهيدانېږي او په هېواد کې ناروا جګړه روانه ده، خو زه به د خپل هنر له لارې د اوربند او سولې لپاره انساني کوښښ کوم او هغه کسان چې زموږ بېګناه هېوادوال را وژني، دا احساس ورکوم چې له دې ناوړې جګړې څخه لاس واخلي.
دی وايي خلک خلک بايد د روان حالت پر وړاندې پاڅون وکړي، د خپل ژوند لپاره مبارزه وکړي او د خپلو شخصي ګټو پرځای ملي ګټي په نظر کې ونيسي، ځکه وطن د مور او پلار حيثيت لري او موږ يې بايد په رښتني ډول خدمت وکړو.

خان دا هم وايي چې امن د هر افغان حق دی او هر افغان بايد په سوله کې ژوند وکړي، نو ځکه کابو يوه مياشت کېږي چې لګيا يم، چې د جګړې ښکيلو غاړو ته د هنر له لارې د مينې او ورورولۍ پيغام ورسوم، چې هېواد مو له غمونو او چاودونو په امان شي، يووالی او ورورولي به مو هر ارمان پوره کړي او يو پرمختللی هېواد به ولرو.
ارين خان پر ټولنيزو رسنيو هم د اوربند، سولې او يووالي لپاره بېلابېل پيغامونه خپاره کړي دي.