ارين خان: شخصيتونه بايد په ژوندينه وستايل سي!

سپینه تجريدي ډیزاین

ليکنه: مدثر دعوت
افغان هنرمند او فلمي اداکار ارين خان وايي ټول شخصيتونه بايد په ژوندينه وستايل سي.
د ياران سره په مرکه کي ارين خان وويل که څه هم افراد زما کړونو ته خنډونه جوړوي او زغملای يې نه سي خو زه شخصیتونه په ژوندۍ بڼه ستايم.
خان وايي پر يوې ملي پروژې مي کار پيل کړی چي نوم نوی کال او غني افغانستان دی.
دی وايي ما د غني افغانستان هنري ويډيو په خپله مينه او احساساتو کي څرګنده کړې ،خو زما هدف د خپل کار سره جنون،صداقت او انصاف دی.
fb img 15844363811512469653725254902456 ارين خان: شخصيتونه بايد په ژوندينه وستايل سي!
خان دا ونه ويله چي پدې ويډيو کي يې د کوم شخصيت ستاينه کړې خو دا يې څرګنده کړه چي ۵ ورځي وروسته به ريليز سي.
ددې ويډیو تر لومړني ټريلر تر خپريدو وروسته د ارين خان په خبره هره ورځ به نوی ټريلر خپريږي او دا به زما نوښت وي.
fb img 15844363712731572304040385751739 ارين خان: شخصيتونه بايد په ژوندينه وستايل سي!
ارين خان چي څو ځلي وړاندي يې د باليووډ پرخانانو پدې خاطر نيوکي وکړې چي د هندوستان پر مسلمانانو د ظلمو په وړاندي چپه خوله پاته دي.
خان وايي زه به د ملي شخصيتونو د ستاينو لړۍ جاري ساتم او په ژوندينه يې خدمت کوم.