خبريال: مدثر دعوت
د افغانستان مشهوره څېره ارين خان وايي د معاصر افغانستان بنسټګر او د لوی امپراطور احمدشاه بابا لمسيانو ته يو ږغ، يو آواز او غبرګون پکار دی.
وروسته له هغې چې د ولسمشر دويم مرستيال سرور دانش په باميانو کې د طالبانو او د ۲۳۰ کلونو وړاندې حکومتونه سره پرتله کړه او د سدوزيو او محمدزيو حکومتونه يې د ديکتاتورۍ او استبداد څخه جوړ بللي وه چې دده په وينا د خلکو په خوښه نه وه.
دده ددې خبرو په وړاندې د سياسيونو او معتبرو څېرو ترڅنګ عامو افغانانو هم سخت غبرګونونه وښودله او سرور دانش يې د سولې په مهم پړاو کې خنډ وباله او غواړي د افغانستان د قومونو ترمنځ نفاق اچوونکی ياد کړ،چې په ځينو ولایتونو کې يې پرضد غونډې او اعتراضونه هم وسوه.
سرور دانش پرون د سولې د نړيوالې ورځې په لمانځغونډه کې وويله چې زنا مطلب د سدوزيو او محمدزيو قوم ته سپکاوی نه وو، احمدشاه بابا او امان الله خان زموږ اتلان دي، دده په خبره زما مطلب د نظامونو پرتله وه.
د افغان سېنما مشهور لوبغاړي او د پاپ موسيقۍ سندرغاړي ارين خان هم له خلکو غوښتنه کړې چې د تاريخ او اتلانو د سپکاوي کوونکو په وړاندې بايد غبرګون وښودل سي او موضوع بايد په جدي ډول وڅېړل سي.
ارين خان وايي: ” د معاصر افغانستان د بنسټګر او لوی امپراتور احمدشاه بابا لمسیانو ته یو غږ یو آواز (غبرګون) پکار دی.
دا موضوع باید په جدي ډول وڅیړل شي.
د لوي احمد شاه بابا سپکاوی، نوي نسل ته غلط ذهنیت ورکول دي، د ټولو افغانانو اوتاریخ سپکاوی دی.
لوی امپراطور احمدشاه بابا تاریخ منلی اتل دی تؤهین ېې د افغانستان ستر تاریخ لر او بر د پښتنو لوی قام ته توهين دی”.
دا په داسې حال کې ده چې څو مياشتې وړاندې د سيمئيزو ارګانونو د خپلواکې ادارې مرستيال هم د احمدشاه بابا پرنوم خط کش کړی وو چې تر نيوکو وروسته يې بخښنه وغوښته.