ژباړه
ارامتیا یانې دبهرنیو او دروني ستونزو څخه خلاصېدل او خوشحالي او دننه راحتي احساس ته رسېدل دي.
د قران شریف له نظره هم ځینې عوامل لري لکه؛ د خدای یاد او ذکر کول، په خدای توکل، هغه څه چې موږ ته خدای راکړي رضایت درلودل، پاکوالی او د نظافت مراعتول، په شپه کې خوب، د سمو او طبیعي خوړو خوړل، د الهی اولیاوو څخه اطاعت او د مومن او مسلمان انسان سره واده کول دي او داسې ځینې عوامل هم شتون لري، چې موږ ارامتیا ته نه پرېږدي، دا هم د قران له نظره وایو:
د نورو انسانانو مال ته سترګې نیول، شک کول او رضایت نه درلودل، نړۍ پورې تړښت، حسادت او کینه ده.
تل ډېری وګړو سره مخ کېږو چې خپل ژوند کې ارامتیا نه لري او شکایت کوي او دا د ارامتیا نه درلودل نوري ځانګړنې هم لري: که موږ ژوند کې موخه ونه لرو، د ګناه احساس وکړو، ډار مو زړه کې وي، ځان کم احساس کړو، ډېر توقعات او غوښتنې ولرو، نو هېڅکله به ژوند کې ارامتیا ترلاسه نه کړو.
ننني ژوند کې هېڅوک خپل ځان ته سمه پاملرنه نه کوي، سم خواړه نه خوړي، د ذهن ناسم مدیریت، د سمې دندې نه درلودل، خپل ځان نه پېژندل، د ژوند مصارف ډېرېدل، سمې د اړیکو مهارتونه نه درلودل، له کچې ډېر ارامتیا ته فکر کول، مجازي نړۍ کې اوسېدل، د خپل دننه پرځای بهر ته فکر کول او د تفریح نه کول، دا ټوله هغه څه دي چې موږ څخه ورو ورو ارامتیا اخلي.
هغه عوامل چې په یوې کورنۍ کې د ارامتیا د له منځه وړلو سبب کیږي دا دي؛
د یوازېتوب احساس، د ژوند ستونزې، د ناخوښۍ احساس، بد لیدلوری او د صمیمي/ نږدې اړیکو کمېدل دي.
که غواړو چې ارامتیا ته ورسېږو، نو دا ټکي باید په نظر کې ولر؛ ژوره ساه واخلو، پلی تګ کول، مهربانه اوسېدل، قدرداني کول، ډېره خندا، منظمه اوسېدل، له طبیعت څخه خوند اخیستل، حقیقت منل، په کافي کچه خوب کول، خپل حواس ټول کړو، سالمه اړیکه جوړه کړو، خپل فکرونه مدیریت کول، خپل ځان سره مینه کول، خپلې روغتیا ته پام کول، ځان ته په سپکه سترګه نه کتل، خپل ژوند ارزول، خپل ځان سره رښتیني اوسېدل، له اندېښنو لرې اوسېدل، ځان ته موخه ټاکل، تېر مهال ته باید فکر ونه نشي، له ماتي څخه عبرت اخیستل، خپل محدودیتونه پیدا کول، منفي احساسات له ځانه لرې کول او خپل ځان باندې اعتماد درلودل دي.
که دا ټکي عملي کړو، نو ارامتیا به هم ترلاسه کړو.