صديقه پوپلزۍ
غږ: استاد عظيمي
پر موسمي ژورخپګان اخته کېدل عادي موضوع ده، ځکه نه یوازې په افغانستان، بلکې د نړۍ په نورو هېوادونو کې یې هم کچه لوړه ده.
ویل کېږي چې ۱۵ میلیونه امریکایان په موسمي ژمني خپګان اخته دي، او هر کال چې واورې وریږي یا موسم بدلېږي، نو دوی هم له اروایي اړخه ورسره بدلېږي خپګان ورته لاس ورکوي، بل ډول ستونزې پیدا کوي او دا یوه اروایي ستونزه ده، چې ګڼو ټولنو کې په زیاته کچه لیدل کیږي؛ له بده مرغه اوسمهال په افغانستان کې هم ډېر وګړي په موسمي خپګان اخته دي. یاده ستونزه په خوی او چلند کې د بدلون په توګه راڅرګندیږي په دې ډول چې د یوه ځانګړي موسم (ژمي) پر مهال د انسان حالت لکه د ګروپ په څېر مړ شي، له هېڅ شي خوند نه اخلي، د ژوند شور او شوق له لاسه ځي، غوسه ډېره او حوصله کمېږي، د نورو د خبرو زغمل سختېږي، ګوښه والی رامنځته کېږي او شخص په ټوله مانا غلی کېږي.
پر کورنیو اړیکو اغېز کوي او ډېرځله د ناسمې پوهېدنې له امله د مېرمنې او خاوند، کورنۍ د غړو او ملګرو ترمنځ د اړیکو پر خرابېدلو پایېږي. ځکه د اړوند کس شاوخوا ته شته کسان فکر کوي چې مېړه/ښځه، ملګری او یا د کورنۍ غړي یې له قصده داسې کوي، په داسې حال کې چې دا اروایي ستونزه ده او که پام ورته ونه شي ښایي نورې ستونزې رامنځته کړي او په جدي اروایي ګډوډیو واوړي.
البته موسمي ژورخپګان په اسانه د مدیریت وړ دی خو ډېرځله د لږ مهارت له امله له کنټروله وځي، تاسې هم کله چې په موسمونو کې ستونزې پیدا کوئ، یا په مني، پسرلي یا ژمي کې لکه د ګروپ ګل کېږئ، نو پر همغه مهال کوښښ وکړئ، چې له ډېرې رڼا او ګرمو رنګونو څخه کار واخلئ، پر دې مانا چې ډېر په تیاره کې مه کېنئ، یوازېتوب مه غوره کوئ، د اغوسلتو رنګونه مو بدل کړئ، دا به تاسو سره مرسته وکړي چې له یادې ګډوډۍ سره جوړجاړی وکړئ او په یو ډول مخته ولاړ شئ.
په رڼا کوټه کې اوسېدل یا لمر ته کېناستل ډېره مرسته کولای شي او دا په هماغه موسم کې د دې ګډوډۍ د کنټرول لپاره درمل شمېرل کېږي.
بله حل لاره له تروشو خوړو څخه ډډه کول دي، یاني باید لږ یا هېڅ ونه خوړل شي پر ځای یې باید ویټامین لرونکي خواړه ډېر کړو؛ ځکه په یادو موسمونو کې د ویټامین ډي کمښت د دې لامل ګرځي چې ګڼ هورمونيک بدلونونه رامنځته شي او اروایي ستونزې ډېرې او یا شدیدې کړي. ډېرځله سټرس او غوسه د کلسیم د کموالي له امله منځته راځي چې د کنټرول لپاره یې باید کلسیم لرونکي خواړه ډېر وکارول شي ځکه له بیولوژیکي اړخه د سټرېس او غوسې په کنټرول کې مرسته کوي.
له ټولنیز اړخه د اړیکو ډېرول، د نویو ملګرو موندل، تګ راتګ ډېرول، د کورنۍ غړو سره ناسته پاسته، خپل احساسات خالي کول، د زړه خواله کول، په محافلو کې ګډون او نور مرسته کوي ترڅو د اړوند کس اروایي حالت تر ډېره نورمال او عادي شي.
بله مسئله زموږ د خوی، چلند او عادتونو مسئله ده، کله چې زموږ عادات ستونزه پیدا کړي یا مو چلند ګډوډ شي نو د ارواپوهانو په اند، باید تفریح وکړو، قدم ووهو، په ټولنیز ډول ورزش او ډېر چکر وهل موږ سره ډېره مرسته کوي، ځکه د ځینو هورمونونو د کمښت له امله بدن بې فعالیته شوی او که همداسې بې فعالیته پاتې شي، ښایي نورې ستونزې رامنځته کړي چې کېدای شي بیا یې حلول وخت ونیسي او يا په ټوله مانا حل نشي.
که چېرې دې حللارو مرسته وکړه نو دوام ورکړئ او خپله اروایي روغتیا خوندي کړئ. خو که یې مرسته ونه کړه او حالت مو ورځ په ورځ بدېده، نو ارواپوه ته ورشئ ترڅو ستاسو اصلي ستونزه پیدا او تشخیص کړي او د حلولو په موخه یې اقدام وکړي، ځکه کېدای شي د دې ستونزې تر څنګ کومه بله ستونزه هم شتون ولري.