![FILES-AFGHANISTAN-UNREST-TALIBAN](https://yaraan.com/wp-content/uploads/2025/02/arton2947-678x381.jpg)
ملګرو ملتونو یو ځل بیا په افغانستان کې د القاعده، داعش او جماعت انصارالله ډولو په شتون انديښنه ښودلې ده.
ملګرو ملتونو د امنیت شورا په خپل تازه ۳۵م راپور کې یو ځل بیا په افغانستان کې د القاعده، داعش”اسلامي دولت ډله”او جماعت انصارالله د فعالیتونو په اړه اندېښنه څرګنده کړې ده.
دا اندېښنه داسې مهال راپورته کیږي، چې له دې وړاندې د طالبانو حکومت دا ډول ادعاوې تل رد کړې دي.
د ملګرو ملتونو د امنیت د تحلیلي ملاتړ او د بندیزونو د څار ډلې په خپل راپور کې ویلي، طالبانو د منصوري کنډک چې د القاعده او جماعت انصارالله جنګیالي پکې شامل دي او د انتحاري بریدونو ځانګړې قطعه په بدخشان ولایت کې ځای پر ځای کړې دي.
راپور زیاتوي، طالبان له دې قطعې د داعش او د هغوی پر ضد د نورو مقاومت کوونکو ډلو پر وړاندې کار اخلي.
په افغانستان کې مقاومت کوونکې ډلې او د طالبانو ضد بریدونه
په راپور کې د مقاومت ملي جبهې او د افغانستان د ازادۍ جبهې یادونه هم شوې، چې د طالبانو پر ضد یې په کابل او یو شمېر شمالي ولایتونو کې بریدونه ترسره کړي دي.
همداراز، راپور ادعا کوي چې طالبانو القاعدې ته اجازه ورکړې چې په افغانستان کې اډې،خوندي پناه ځایونه او روزنیز کمپونه جوړ کړي.
د راپور له مخې، د القاعدې ټیټ پوړي غړي د کابل قلعه فتح الله، شهر نو او وزیر اکبر خان سیمو کې د طالبانو د استخباراتو تر څار لاندې ژوند کوي، خو د یادې ډلې جګپوړي مشران بیا د سرپل ولایت د بلغولي کلي او همداراز کونړ، غزني، لوګر او وردګو ته انتقال شوي دي.
راپور کې وړاندې ادعا شوې چې د کابل شیرپور او افشار سیمو کې د القاعدې جګپوړي مشران، حمزه صالح بن سعید الغمدي او ابو اخلاص المصري حضور لري.
د داعش، جماعت انصارالله ډلې او امنیتي اندېښنې
په راپور کې په خوست کې د جماعت انصارالله د روزنیزو کمپونو، د داعش د خراسان څانګې نړیوالو ګواښونو او افغانستان ته د داعش د ننوتلو لارو ته اشاره شوې ده.
د طالبانو حکومت دریځ
د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد نن جمعه د فبرورۍ۱۴مه پر خپلې ایکس پاڼې د ملګروملتونو دا راپور رد کړی او ویلي دي، په افغانستان کې د داعش او القاعده په ګډون هیڅ وسله والې ډلې شتون نه لري.
د یادونه ده چې داعش په وروستیو کې په افغانستان کې د یو شمېر خونړیو بریدونو مسولیت منلی.
تر ټولو تازه پېښه په کندز ولایت کې د کابل بانک مخې ته د چاودنې وه، چې د طالب چارواکو په وینا، لږ تر لږه ۵ کسان پکې ووژل شول او ۷ نور په کې ټپیان شول.
خو ځینو طالب سرچینو بیا د وژل شویو شمېر ۱۷ تنه ښودلی و.
بل پلو، د افغانستان د بیارغونې لپاره د امریکا د حکومت سرمفتش ادارې (سیګار) د جنورۍ په ۳۱مه خپل یو راپور خپور کړی و، چې په کې ویل شوي، طالبان له یوې خوا په عراق او سوریه کې د داعش پر ضد اقدامات کوي، خو له بلې خوا د القاعدې شبکې او د پاکستانی طالبانو تحریک په څېر د نورو تروریستي ډلو پر فعالیتونو چوپ پاتې دي.
د طالبانو د حکومت مرستیال ویاند حمدالله فطرت هغه مهال دا راپور رد کړی و.