ویسټنډيزی لوبغاړی انګلستان ته ځي

یو ماشوم د لرګي تخته په لاس کې نیولی، په خوشحالۍ سره مسک دی

لیکنه: بهار سمسور

رسنۍ کاږي چې د ویسټنډيز په برباډوس کې زیږیدلی ځوان الرونډر جوفرا ارچر به راروان ۲۰۱۹ کال نړیوال جام کې د انګستان په لوبډله کې ولوبیږي.

د معلوماتو له مخې ارچر د انګلستان ویزه تر لاسه کړې ده، او روان کال د کورنیو لوبو فصل به ولوبوي، او له ځلیدو وروسته به د انګستان په لوبډله کې ولوبیږي.

ارچر ښی لاسی توپ اچونکی دی او هم له اوپن واخله بیا تر اتم نهم پوزیشن پورې توپ وهنه کولی شي.

dc Cover ha17fe9j3l2kudb39li4iju323 20180423125201.Medi ویسټنډيزی لوبغاړی انګلستان ته ځي
ارچر په ای پي ایل کې هم لوبیدلی دی

ارچر د دې تر څنګ په زیاتره تجارتي لیګونو کې هم لوبیدلی او ښه ځلیدلی هم دی.

د اصولو له مخې هر هغه لوبغاړی چې وغواړي د بل هېواد لپآره ولوبیږي، نو د هغه هېواد د قوانینو مطابق به ځینې مراحل طی کوي او د ویزې تر اخیستو وروسته به تابعیت اخلي. او بیا به د کورني کریکټ لوبې کوي، چې له ځلیدو وروسته به بیا ملي لوبډلې ته راځي.

خو د جوفرا ارچر اړوند دغه موضوع که څه هم رسنیو ګرمه کړې ده، خو د انګلستان او والز کریکټ بورډونو په دې اړه څه نه دي ویلي.