د کرکټ ملي لوبډلې ۱۵ لوبغاړو ته د اپارتمانونو کيلیانې وسپارل شوې

د مني په موسم کې غرونه او ځنګلونه

 د افغانستان کرکټ بورډ عمومي رييس عزيزالله فضلي او د ښار جوړونې او اراضۍ وزارت د املاکو او اسکانو ريیس قیوم شمس لخوا د کرکټ ملي لوبډلې لوبغاړو ته د کورونو کيلۍ ورکړل شوې.
پرون افغان کرکټ بورډ په خپله رسمي وېب پاڼه کې لیکلي، چې د افغانستان کرکټ بورډ مرکزي دفتر کې د رسنیو په شتون کې هغو لوبغاړو ته د دوه کوټو لرونکو اپارتمانونو کيلۍ ورکړل شوې، چې په ۱۳۹۲ لمریز کال کې د پخواني ولسمشر حامد کرزي د فرمان له مخې منظور شوي وو.
د کورونو د کيلۍ د ورکړې پر مهال د افغانستان کرکټ بورډ عمومي رييس عزیزالله فضلي له ولسمشر ځانګړې مننه کړې او ویلي یې دي:

«ملي لوبغاړو واقعاً ولس ته ډېرې خوښۍ راوړې دي او د دوی حق جوړېده، چې په خپل هېواد کې د خپلو کورونو خاوندان شي. زه له ولسمشر څخه ځانګړې مننه کوم چې دغه ملي لوبغاړي يې وستايل او هغه لوبغاړي چې له دې پروسې پاتې شوي دي، د هغویوړاندیز به هم موږ وکړو، تر څو هغوی ته هم دغه امتياز ورکړل شي.»

د ښار جوړونې او اراضۍ وزارت د املاکو د برخې رئيس قیوم شمس ویلي، چې د هغو دوه کوټو لرونکو اپارتمانونو د جوړولو چارې بشپړې شوي، چې ولسمشر يې د ښار جوړونې او اراضۍ وزارت ته فرمان ورکړی و او پرون یې لوبغاړو ته کيلیانې ورکړل شوې او کورونه ورته وسپارل شول.
62453371 2378078329113418 1504157964364152832 n د کرکټ ملي لوبډلې ۱۵ لوبغاړو ته د اپارتمانونو کيلیانې وسپارل شوې
د ۲۰۱۵ نړيوال جام او د ۲۰۱۴ نولس کلنو نړيوال جام ته د لوبډلو د لارموندنې په خوشحالۍ کې په ۱۳۹۲ کال کې د يو فرمان له لارې ولسمشر ملي لوبغاړو ته د غازي مير بچه خان مډال او د کورونو د ورکړې سپارښتنه کړې وه، چې مډالونه هغه مهال د پخواني ولسمشر حامد کرزي له خوا لوبغاړو ته ورکړل شوي ول، خو د کورونو ساختماني چارې د ښار جوړونې وزارت له خوا پيل شوې وې، چې اوس يې کارونه بشپړ شول او ۲۷ لوبغاړو ته دوه اتاقه اپارتمانونه وسپارل شول.
د یادولو ده وړ ده چې په دغه ناسته کې د ټولو ۲۷ لوبغاړو له منځه پرون ۱۷ لوبغاړو ته د کورونو کیلۍ وسپارل شوې، چې پاتې لس کسان به د نړیوال جام له راستنېدو وروسته د دغو اپارتمانونو کیلۍ ترلاسه کړي.