
خبريال: مدثر دعوت
انورادا ډوډابالاپور په ښځينه نړيوال کريکټ کې نوی ريکارډ جوړ کړ.
د جرمني ښځينه کريکټ لوبډلي نيمه تېزي توپ اچوونکي انورادا ډوډابالاپور د اسټريا په وړاندې څلورمه نړيواله شل اووريزه لوبه کې په يوه اوور کې څلور پرلپسې ويکټې واخيستې او د ۱۳۷ منډو په توپير يې خپله لوبډله ګټونکې کړه.
دا لومړی ځل دی چې په ښځينه نړيوال کريکټ کې په څلورو توپونو څلور پرلپسې ويکټې اخيستل کېږي.
جرمني لوبډلي ټاس وګټی او توپوهنه يې وټاکله چې بېله کومي ويکټي يې ۱۹۹ منډي هدف وټاکی،رونالډز ۶۸ او کريسټيانا ۱۰۱ منډي وکړې.
اسټريا په ۲۰ اوورونو کې په ۹ ويکټو ۶۱ منډي وکړې او د ۱۳۷ منډو په توپير يې لوبه بايلوله.
پنځمه شل اووريزه لوبه سبا ترسره کېږي.