وروسته له هغې چې د هالینډ د پارلمان یو اسلام دښمنه غړي ګیرټ وایلډرز وویل غواړي د اسلام د پیغمبر (ص) ته د منسوبو د کارتونو یو سیالي جوړه کړي، پر هالینډ د اسلامي هیوادونو له خوا توندو انتقادونو زور اخیستی.
ګریټ وایلډرز څوک دی؟
ګریټ وایلډرز 55 کلن دی او په هالینډ کې زیږیدلی دی. نوموړی چې د خپل ګوند له اړخه د هالینډ د پارلمان غړی دی په دې هیواد کې ورته د یو افراطي او لانجمن سیاستوال په نظر کتل کیږي. نوموړی په ګڼو مسلو کې افراطي نظریات لري خو په ځانګړې توګه یې د اسلام د مبارک دین په اړه پرلپسې پاروونکي څرګندونې او فعالیتونه کړي دي.
نوموړې په هالینډ کې ( د ازادۍ لپاره د ګوند) مشر دی. دا ګوند چې له ۲۰۰۶ م کال راهېسې جوړ شوی تر اوسه پورې یې هالینډ په هیڅ انتخاباتو کې یې د پام وړ څوکۍ نه دي ګټلي، او نه ورسره نورو حکومت جوړونکو ګوندونو ایتلاف ته زړه ښه کړی دی.
وایلډرز په اسرایلو کې اوسیدلی او ظاهرا د اسرایلو خواخوږي بلل کیږي. نوموړې په 2008 م کال کې د ( فتنه) په نوم فلم جوړ کړ چې اسلام او مسلمانانو ته له سپکاوي ډک دی. ددې فلم ځینې برخې وخت ناوخت په انلاین توګه خپرې شوې او بیا بیرته پاکې شوې دي.
وایلډرز وخت په وخت په هالینډ کې د میشتو مسلمانانو او کډوالو پر ضد هم پاروونکي څرګندونې کړي دي.
وایلډرز په دې وروستیو کې ویلي چې د نومبر په میاشت کې به د اسلام پیغمبر (ص) ته د منسوبو کارتونونو سیالي جوړه کړي، هغه څه چې د نړۍ د ګڼو اسلامي او غیرې اسلامي هیوادونو توند عکس العمل یې راپارولی دی. همدارنګه دننه په هالینډ کې یې هم یو زیات شمیر خلک غوسه کړي. تر اوسه څرګنده نه ده چې وایلډرز به خپل دا ناوړه پلان عملی کړی شي او کنه مخه به یې ونیول شي.
د نړۍ دریځ ددې اسلام دښمنه هالینډي په اړه
ګڼ اسلامي هیوادونو د هالینډ پر حکومت فشارونه زیات کړي چې خپل دا لیونی سیاستوال مهار کړي. پر اسلامي سربیره یو شمیر غیرو اسلامي هیوادونو هم پر وایلډرز بندیزونه لګولي.
د پاکستان لومړي وزیر عمران خان ویلي، د هالینډ په اړه به دا مسله د ملګرو ملتونو د عمومي اسامبلۍ په غونډه کې چې په سيپټمبر کې جوړیږي راپورته کړي.
د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت په وروستیو کې په اسلام اباد کې د هالینډ سفیر هم ورغوښتی و او هغه ته یې رسما د وایلډرز د فعالیتونو په اړه شکایت کړی.
د افغانستان په شمول د یو شمېر نورو اسلامي هېوادونو سیاسي او دیني مشرانو او عامو ولسونو هم ددې هالینډې اسلام دښمنه سیاستوال پر اسلام ضد فعالیتونو سختې نیوکې کړي . ګڼو اسلامي هیوادونو وایلډرز فعالیتونه د ټولې نړۍ مسلمانانو ته سپکاوی ګڼلی دی.
اردن وایلډرز محکمې ته ورغوښتي، ګڼو نورو اسلامي هیوادونو هم د نوموړې د محاکمې غوښتنه کړې، د القاعده شبکې نوموړې په خپل تور لیست کې شامل کړی.
پر نوموړي څو کلونه بریتانیا ته د ورتګ بندیز و. په ۲۰۱۲ م کال کې اسټرالیا وایلډرز ته دې هیواد ته د سفر ویزه ورنه کړه. د جرمني له خوا هم وایلډرز ته ویل شوي چې دوی جرمني ته د نوموړې په ورتلو نه خوشالیږي.
د هالینډ حکومت څه وايي؟
د هالینډ حکومت ټینګار کوي چې د وایلډرز اسلام ضد فعالیتونه ددې هیواد د حکومت د نیت څرګندونه نه کوي، او نه د هالینډ حکومت د نوموړې ددې ډول اسلام ضد فعالیتونو ملاتړ کوي.
د تیرې جمعې په ورځ د هالینډ لومړي وزیر مارک روټ وویل: وایلډرز د حکومت غړی نه دی، او د اسلام پیغمبر( ص) ته د منسوبو کارتونو کومه سیالي چې نوموړی جوړول غواړي د هالینډ د حکومت پلان نه دی.
د هالینډ لومړي وزیر مارک روټ ددې سیالۍ د جوړولو لپاره د وایلډرز پر نیت شک څرګند کړ او ویې ویل ( د هغه هدف دا نه دی چې د اسلام په اړه بحث وکړي، بلکې هدف یې پارونه ده. )
خو پر دې سربېره د هالینډ لومړي وزیر وویل چې د هیواد خلک یې د بیان د ازادۍ حق لري او وایلډرز له همدې حق ناوړه استفاده کوي. هغه وویل( دا سړی ګریټ وایلډرز د بیان د ازادۍ له حدودو څخه د اوښتو په اړه مشهور دی. او ددې هیواد کابینه غواړي چې روښانه کړي دوی له نوموړي سره په دې چاره کې نه دي شامل. )
خپله اسلام دښمنه وایلډرز بیا په یو ټویټ کې ویلي چې د هالینډ د لومړي وزیر او د بهرنیو چارو د وزیر څرګندونې ښيي چې پر هالنډ اسلامپالي واکمن دي. نوموړې ویلي هغه سیالي چې دا یې نومبر کې جوړول غواړي هدف یې د خلکو پارول نه دي بلکې غواړي په خپل هیواد کې د بیان ازادي ولري.
د مرګ ګواښونه او بریدونه
اسلام دښمنه وایلډرز پرلپسې د خپلو فعالیتونو په خاطر د مرګ له ګواښونو سره مخ دی، او څو ځل پرې د بریدونو هڅه شوې ده. د هالینډ حکومت په وروستیو کې د هغه امنیتي تدابیر زیات کړي دي.
په یو تازه خبرپاڼه کې د هالینډ پولیسو ویلي، یو کس یې پر وایلډرز د برید د طرحې د جوړولو په تور نیولی دی. د پولیسو په بیان کې راغلي دي، یو مشکوک کس یې د هاګ په مرکزي اورګاډي سټیشن کې په دې شک نیولی چې غوښتل یې اسلام دښمنه وایلډرز ووژني.
د پولیسو په وینا د وایلډرز له هغه اعلان وروسته جې وايي د اسلام پیغمبر ( ص) ته د منسوبو کارتونونو سیالي جوړوي، دې کس په یوه ویډیو کې خبرداری ورکړی وی چې وایلډرز به ووژني. د نیول شوي کس د هویت په اړه پولیسو څه نه دي ویلي.