انګلستان کې کابو دوې نیمې میاشتې رسمي کرکټ سیالۍ وځنډېدې

آبي رنګه تجريدي ډیزاین

یاران سپورټس
د کرونا مرګوني وایروس د نړۍ په کچه ټول کارو بار زیانمن کړی او لوبې هم ترې خلاصې نه دي.
اوس مهال د نړۍ په هغو هېوادونو کې چې د کرونا پېښې پکې په چټکۍ په خپرېدو دي او یا هم هغه هېوادونه چې له جدي ګواښ سره مخ دي، د احتیاطي تدابیرو په ترڅ کې یې ټول د ګڼې ګوڼې فعالیتونه ځنډولي، چې دې برخه کې لومړي سرکې لوبې شاملې دي.
د انګلستان کرکټ بورډ د یکشنبې پر ورځ اعلان وکړ، چې د مارچ، اپرېل او مې میاشت تر وروستیو پورې به ټولې رسمي کرکټ لوبې یاد هېواد کې منع وي او له هغې وروسته که د کرونا ویروس تهدید نه و، بیا به لوبې پیلوي.
د انګلستان کرکټ بورډ له دې وړاندې د نړۍ نورو هېوادونو ته د لوبو سفرونه لغوه کړي وو، چې لوبغاړي یې له کرونا وایروسه خلاص شي.
د دې سربېره په انګلستان کې د بلاسټ په نامه شل اوریزې سوداګریزې کرکټ لوبې هر کال کېږي او که چېري د کرونا وایروس ستونزه همداسې جدي وي، نو ښایي چې له مې میاشت وروسته هم لوبې وځنډول شي.
د می میاشت په ۲۸ مه د انګلستان بلاسټ په نامه شل اوریزې کرکټ لوبې پېلېږي او تر همدې نېټې پورې په انګلستان کې ټولې رسمي کرکټ لوبې ځنډول شوي دي.
د جمعې پر ورځ د انګلستان کرکټ بورډ، د مېرېلېبن کرکټ کمېټې او نورو داخلي کرکټ مسوولینو پرېکړه وکړه، چې کورنۍ کرکټ سیالۍ وځنډوي.
تازه یې اوس په یوه بله پرېکړه کې ویلي، چې باید د مې میاشت تر ۲۸ مې ټولې لوبې لغوه شي او د یادې میاشت په ۲۸ مه چې د انګلستان سوداګریزې کرکټ لوبې پېلېږي، بیا به لوبې کوي.
د بلاسټ سیالۍ او مهالوېش یې
د ویټلېټي بلاسټ کرکټ سیالۍ د ۱۸ لوبډلو په ګډون هرکال په انګلستان کې پېلېږي، چې د نړۍ له ګوټ، ګوټ څخه پکې تکړه او پیاوړي کرکټ لوبغاړي برخه اخلي.
دا سیالۍ د می میاشت په ۲۸ مه د سُري او مېډل سېکس لوبډلو ترمنځ پېلېږي او دویمه لوبه د سېکس او کېنټ لوبډلو ترمنځ ترسره کېږي.
۱۸ لوبډلې په دوو ګروپونو شمالي او سویلي وېشل شوي، چې د سپټمبر تر ۵ مې نېټې پورې به د یو بل پر وړاندې لوبېږي.
د دې لوبو پایلوبه د د سپټمبر په ۵ مه نېټه کېږي.
دې لوبو کې راشدخان، محمدنبي عیسی خېل، مجیب الرحمن او ظاهرخان هم لوبېدلي او راروانو سیالیو لپاره هم اخیستل شوي دي.
ECB3.jpg