د افغان کرکټ ملي لوبډلې غوراوي کمېټې مشر انډي مولز څوک او د کوم هیواد دی؟

رنګین تجريدي ډیزاین

 انډي مولز د سه شنبې په ورځ د جون په ۱۱ مه نېټه د یو خبري کنفرانس په ترڅ کې د افغان کرکټ بورډ د غوراوي کمېټې مشر په توګه وټاکل شو.
د کرکټ بورډ ادارې د بورډ د پخوانيو غړو هر یوه حکمت خليل کرزي، اکليل حکيمي، سید سعادت منصور نادري او احمد شاه سنګدل پر ځای سناتوره ګلالۍ نور ساپۍ، د ښار جوړونې او اراضۍ سرپرست وزیر احمد جواد پیکار، د ولسمشر ستر سلاکار ضیاء الحق امرخېل او په پاکستان کې افغان سفیر شکرالله عاطف مشعل د بورډ نوي غړي وپېژندل شول.
انډي مولز او مجاهد ځدران د ملي لوبډلې د غوراوي برخه کې مسئولین شول.
انډي مولز مخکې د ۱۹کلونو د کم عمره لوبغاړو اوسنی او د ملي لوبډلې پخوانی روزونکی او دويم يې مجاهد ځدراڼ ټاکل شوي دي.
د کرکټ بورډ په وېنا مجاهد ځدراڼ له دې وړاندې د ملي لوبډلې د روزونکي، د غوراوي کمېټې او اړوند نورو برخو کې دندې ترسره کړي، همدا راز انډي مولز هم هغه یواځېنی بهرنی روزونکی دی، چې د افغانستان نولس کلنو او الف یا ای لوبډلې د روزونکي په توګه يې دنده ترسره کړې، افغانستان ته راغلی دی او دلته يې لوبغاړو ته روزنه ورکړې ده.
mole and mujahid.jpg
 انډي مولز او لوبې یې
انډي مولز ۱۹۶۱ م کال کې د انګلستان په واروېکشایر سیمه کې زېږېدلی دی، عمر یې ۵۸ کاله دی.
دی په خپل وخت کې هم دومره وارد لوبغاړی نه و، تر اوسه یې د انګلستان ملي لوبډلې لپاره نړیوالې شل اوریزې، یو ورځنۍ او ټېسټ لوبې نه دي کړي.
دی ښی لاسی توپ وهونکی و، ده ۲۳۰ فرسټ کلاس یا څلور ورځنۍ ټېسټ سیالۍ کړي، چې ټولې یې پکې ۱۵ زره ۳۰۵ منډې کړي دي، یوه لوبه کې یې ۲۳۰ ناسوځېدلې لوړې منډې دي، په فرسټ کلاس سیالیو کې ۲۹ سلیزې او ۸۹ پنځوسیزې لري.
نوموړي ۱۸۵ لېسټ ای سیالۍ کړي، چې دې سیالیوکې یې ۴۷۳۳ منډې کړي او یوه لوبه کې یې ۱۲۷ لوړې منډې دي.
په لېسټ ای سیالیو کې یې ۲ سلیزې او ۳۵ پنځوسیزې وهلي دي.
که څه هم ده د انګلستان لپاره نړیوال کرکټ نه دی کړی، خو د روزونکي په توګه یې ډېره دنده ترسره کړې او دې برخه کې تجربه لري.
فرسټ کلاس سیالۍ یې له ۱۹۸۶ څخه تر ۱۹۹۷ م کال پورې کړي دي او لېسټ سیالۍ یې هم ۱۹۸۶ کال څخه تر ۱۹۹۷ کال پورې کړي دي.
شا او خوا ۱۱ کاله یې داخلي کرکټ کړی.
انګلستان پیاوړی داخلي کرکټ لري، دوی د ښارونو ترمنځ اوږدې فرسټ کلاس سیالۍ لري او ورسره د ۱۸ لوبډلو ترمنځ د بلاسټ په نوم سوداګریزې سیالۍ هم لري، ده د واروېکشایر لوبډلې لپاره ۱۳۳۱۶ منډې کړي او اوسط منډې یې ۳۸ اعشاریه ۵۹ دي.
مولز په ۲۰۱۵ م کال کې د افغان ملي لوبډلې روزونکی و، افغان لوبډله په ۲۰۱۴ او ۱۵ م کلونو کې د ده تر روزنې لاندې لوبېدله.
دی د افغان ۱۹ کلنولوبډلې روزونکی هم پاتې شوی دی.