
کرکټ بورډ وایي په روان نړیوال جام کې د ملي لوبډلې احتیاطي لوبغاړو، د الف لوبډلې او له ۱۹ کلنو کم عمره ملي لوبډلې لوبغاړو پرون د کابل کرکټ نړیوال لوبغالي کې د انډي مولز تر څارنې لاندې تمریناتي کمپ کې ګډون وکړ.
د کرکټ بورډ په وېنا په دغه کمپ کې د نړیوال جام لوبډلې لپاره اعلان شوي احتیاطي لوبغاړي هم شتون لري، چې د اړتیا پر مهال به په نړیوال جام کې د لوبېدونکو لوبغاړو پر ځای لوبې ته ولېږل شي او د هغوی د ځای ناستي په توګه به ورپېژندل کېږي.
افغان کرکټ بورډ وایي؛ دغه راز په دغه تمریناتي کمپ کې د الف او له ۱۹کلنو د کم عمره لوبډلو هغه لوبغاړي هم شتون لري چې له دې وړاندې په تمریناتي کمپونو کې ځلېدلي او وړتیاوې یې ښودلې وې.
د غوراوي کمېټې د مشر انډي مولز په وینا، په پام کې لري چې له یاد تمریناتي کمپ هغه غوره او تکړه لوبغاړي انتخاب کړي، چې په خپلو لوبو کې ډېر ښه ځلېدلي وي او له ډېرو وړتیاوو برخمن واوسي.
نوموړي دغه راز وویل، دغه تمریناتي کمپ به د روانې جون میاشتې په ۲۶مه نېټه یعنې شپږ ورځې وروسته بشپړ شي او له منځه به یې پیاوړي لوبغاړي په نښه کړي.
افغان کرکټ بورډ زیاتوي؛ اوسمهال په کابل او ننګرهار ولایتونو کې د الف، ایمرجنګ او له ۱۹کلنو کم عمره لوبډلو تمریناتي کمپونه هم روان دي، چې په ترڅ کې به یې دغه لوبډلې د یو بل پر وړاندې لوبې هم وکړي.
کرکټ بورډ وایي د دغو تمریناتي کمپونو یوازېنۍ موخه د ایمرجنګ او له ۱۹کلنو کم عمره لوبډلو د اسیایي جامونو لپاره چمتووالی او د بنګله دېش پر وړاندې د راتلونکو لوبو په موخه د افغانستان الف لوبډلې لپاره د غوره لوبغاړو په نښه کول دي.
دغه راز د یادولو ده چې د افغانستان الف لوبډله به په راتلونکې جولای میاشت کې بنګله دېش ته ولاړه شي او د دغې میاشتې تر پایه به د بنګله دېش الف لوبډلې پر وړاندې پنځه یو ورځنۍ او دوه څلور-ورځنۍ یا فرسټ کلاس سیالۍ وکړي.
انډي مولز ۲۰۱۵ م کال کې د افغان لوبډلې روزونکی و او یوه اونۍ وړاندې په داسې حال کې د افغان لوبډلې د غوراوي کمېټې مشر وټاکل شو، چې افغان لوبډله د بې اتفاقیو ښکار ده او نړیوال جام کې یې پنځه لوبې په پرله پسې ډول بایللي دي.
د لوبډلې په بې ثباتۍ کې افغان کرکټ مینوال او هېوادوال د کرکټ بورډ مشر عزیزالله فضلي، اصغر افغان او ځېنې لوبغاړي دخیل بولي؛ خو پرون د افغان لوبډلې مشر روزونکي ویسټ انډیزي فېل سېمونس په خپل ټوېټر ګڼون لیکلي، چې له نړیوال جام وړاندې د لوبډلمشر په بدلولو کې د غوراوي کمېټې د پخواني مشر دولت احمدزي لاس دی او لوبډلې د بې ثباتۍ ذمه وار همدی دی.
دولت احمدزي تر اوسه د فېل سېمونس د دې څرګندونو په اړه غبرګون نه دی ښودلی.