اميتابچن د فوټبالر په څيره کې راڅرګندېږي

په ابي پرده ، دا یاران لوګو او یادښت

د باليووډ سېنما شهينشاه اميتابچن د فوټبال لوبډلې د روزونکي په حيث يوځل بيا سېنما ته مخه کوي.

ژوند” د هغه فلم نوم دی چې په هند کې د کوڅو د فوټبال بنسټ ايښودونکي “ويجی بارس” پر ژوند او کار يې کيسه جوړه ده.

پدې فلم کې ميتابچن ته د فلم مرکزي رول ور دغاړي دی.

دا فلم د فوټبال د يوه روزونکي کيسه بيانوي ،چې په کوڅو کې ماشومان فوټبال ته تشويقوي او بيا يوه لوبډله ترې جوړوي.

ټاکل سوې وه چې “ژوند” فلم د ۲۰۲۱ز د جنوري مياشتي په په ۲۱مه نېټه خپور سي ،خو په هند کې د کرونا وبا د ډېرښت له کبله ددې فلم د جوړېدو چاري وځنډول سوې ،اوس ددې فلم د ريلېز نېټه د راتلونکې جون مياشتي ۱۸مه ښودل سوېده.

د روان کال له پيل څخه په هند کې ټولو سېنماوو ته په مشروط ډول د فعاليت اجازه ورکړل سوه،ټول ورتلونکي کسان به د کرونا څخه د ځان او نورو د ساتني پخاطر روغتيايي لارښوونې مراعتوي،ماسک دستکشو او مکروب ضد مایعو څخه به استفاد کوي.

سږکال پدې خاطر سېنماوو کې د فلمونو د خپرېدو اجازه ورکړل سوه چې باليووډ ته د تېرکال تاوان بيرته جبران سي.