د هندي سینما مشهوره فلم ستوري امیشا پټیل باندې د یوه شخص له لوري د لکونه روپو د دوکې تور پورې شوی او د نوموړې خلاف یې په محکمه کې قضیه هم پرانیستې ده.
د هندوستان اتراپردیش ایالات اړوند په مراد اباد ښار کې د پون کمار په نامه کس دا تور لګولی.
نوموړي ویلي فلم لوبغاړې مېرمن پټیل ترې په واده کې د ګډون او خوښۍ رنګینه کولو په خاطر پیسې اخیستې خو وروسته یې په واده کې ګډون نه دی کړی.
ایکسپریس نیوز د هندي رسنیو د رپوټ له مخې وایي، اوس دغه شخص پر امیشا په محکمه کې قضیه پرانیستې.
د معلوماتو له مخې د پون کمار او امیشا دغه قیضه درې کاله پخوانۍ ده او مېرمن پټیل یې په ۲۰۱۷ کال کې د نومبر په ۱۶نېټه د یوه واده خوښیو ته په دې خاطر غوښتې وه تر څو هلته پر خپله نڅا د پون کمار خوښي رنګینه کړي.
پون کمار هندي رسنیو ته ویلي چې ورڅخه یې ۱۳ لکه هندي روپۍ هم اخیستي خو په پروګرام کې ورسره ګډون نه دی کړی.
پون کمار په مراد اباد ښار کې د ودونو د سمبالښت یوه کمپني لري او دده کمپنۍ امیشا پټیل په یوه واده کې د ګډون لپاره دعوت کړې وه.
د کمپنۍ مشر وايي چې د پیسو د ورکولو تر څنګ یې د امیشا د امنیت اړوند ټولې غوښتنې هم منلې وې خو په خبره یې چې دغه لوبغاړې ورسره په خپله وعده ونه درېده او په واده کې یې ګډون ونه کړ.
اوس پون کمار د خپل وکیل سره یوځای په ځایي محکمه کې د امیشا پټیل په ګډون په درې نورو کسانو عریضه کړې ده.
خو د نورو هغو کسانو نومونه او دندې نه دي یادې شوي چې پر خلاف یې قضیه پرانیستل شوې ده.
محکمې هم پر دغه شکایت د پرېکړې لپاره په ۱۲ د مارچ امیشا ورغوښتلې، تر څو سپیناوی وکړي.