
د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو سرپرست وزیر امیرخان متقي، چې عمان ته سفر کړی، پرون له خپل عماني سیال بدر بن حمد البوسعیدي سره د دواړو هېوادونو ترمنځ په سیاسي، اقتصادي او ټولنیزو برخو کې د دوه اړخیزو اړیکو د پیاوړتیا په اړه خبرې وکړې.
د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو وزارت په یوه بیان کې وویل چې دواړو چارواکو د دواړو هېوادونو ترمنځ د دوه اړخیزو اړیکو نوی پړاو پیلولو پرېکړه کړې. په بیان کې د دې خبرو نور جزئیات نه دي ورکړل شوي.
ښاغلی متقي د یکشنبې په ورځ د یوه پلاوي په مشرۍ عمان ته سفر وکړ. د طالبانو حکومت تر اوسه د هېڅ هېواد لخوا په رسمیت نه دی پېژندل شوی، خو عمان له هغو ګوتو په شمار هېوادونو څخه دی چې د طالبانو حکومت سره تعامل لري.
د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو وزارت د روان کال په وږي میاشت کې اعلان وکړ چې د عمان په پلازمېنه مسقط کې د افغانستان سفارت بیا پرانیستل شوی او د طالبانو د حکومت استازی د سفارت چارې سمبالوي.