د هندي سینما مخکښ ستوري له خپلو مینوالو بخښنه غوښتې خو په ښکاره یې دا نه دي ویلي چې دا بخښنه یې ولې غوښتې ده.
نوموړي ویلي که چېرته ترې په ناخبرې کې کله نا کله د چا زړه ازار شوی وي نو دی ترې بخښنه غواړي.
د عامر خان دغه بخښنه معلومه نه ده چې ولې یې غوښتې او یا یې د چا زړه مات کړی خو مینوالو ورته زړه پر وروستي فلم ټهګز اف هندوستان باندې یخ کړی.
په هندی رسنیو کې په اړه خبرې شوي، ویل کیږي چې روانه اوونۍ په هندوستان کې د جین د مذهب پيروان د خپل ځانګړي رسم و رواج له مخې د جوړو شویو مراسمو په پای کې د خپلو شویو غلطیو بخښنه غواړي.
فکر کیږي چې د بالیوډ دغه نوموتي فلم ستوري هم پر همدغه موقع عامه بخښنه غوښتې.
عامر دا بخښنه ټویټر کې غوښتې.
یوه ټویټر کاروونکي ورته لیکلي: ځه ومې بخښلې مګر وعده وکړه چې په راتلونکې کې به د ټهګز اف هندوستان په شان بې خونده فلم نه جوړوي.
یوه بل ترې د بخښلو لپاره د ټهګز اف هندوستان د فلم په ټکټ ورکړل شوې پیسې بېرته غوښتي.
یوه بل ټویټر کاروونکی بیا ورته لیکلي، چې د ټهګزاف هندوستان په څېر د فلم جوړولو او پائریټ اف دی کریبین سریز په شان د یوه کردار د نقل کولو له امله مې وبخښلې خو ځينو یې بیا بیخې له بخښلو انکار کړی او ورته یې لیکلي: د ټهګز اف هندوستان سربېره یې فلم اګ، میله هم ډېر بېخونده دی او نه دې بخښم.
که څه هم عامرخان لا له وړاندې د ټهګز اف هندوستان فلم د جوړولو او بیا د ناکامېدو له امله بخښنه غوښتې وه او مسؤلیت یې هم په خپله غاړه اخیستی وه خو لا تر اوسه یې ورته د مینوالو زړونه ډک دي.