عامر خان؛ له امیتابهـ بچن سره یو ځای کار کول مې ارمان و

په شپه کې غرونو ترمنځ یو روښانه سرک

د هندۍ سینما تر ټولو کامیابترین او مشهور فلمي ستوری وایي، دا چې د امیتابهـ بچن سره په یوه فلم کې یې کار وکړ خوشحاله دی.
دی وایي تر اوسه یې هم باور نه کیږي چې دی د خپلو خوبونو رښتیني تعبیر ته رسیدلی وي.
عامر خان دغه خبرې وروسته له هغې کړي چې یې د هغه راتلوونکي فلم لومړی پوسټر خپور شو چې په پکې یې د امیتابهـ بچن سره یوځای کار کړی.
دغه فلم یو تاریخي فلم دی او نوم یې (ټهګس اف هندوستان) دی.
عامر خان د هندۍ سینما مشهور فلمي ستوری دی چې زیاتره فلمونو یې په سینما کې هټ کیږي او زیات مینوال لري.
خو تازه یې د نوي فلم (ټهګس اف هندوستان) لومړی پوسټر خپور شوی، دغه فلم د یش راج له لوري د هندوستان په تاریخ جوړیدونکی فلم دی.
هندۍ رسنۍ وایي، دغه تاریخي فلم د یوې لویې بودیجې په مصرفولو جوړیږي، چې لومړی پوسټر یې اوس په ټوئټر خپور شوی.
د ټهګس اف هندوستان په فلم کې مرکزي رول عامر خان لري او ورسره په فلم کې امیتابهـ بچن، کټرینه کیف او فاطمه ثنا شیخ کار کړی.
عامر خان د فلم تصویر ۱ عامر خان؛ له امیتابهـ بچن سره یو ځای کار کول مې ارمان و
په دغه خپور شوی پوسټر کې عامر خان په یوه ځانګړي سټایل، په مسکا کې ښکاري چې توره ورسره لاس کې ده، ورسره څنګ کې امیتابهـ بچن ښکاري چې په دښمن د حملي کولو لپاره تیاری لري، د پوسټر په یوه برخه کې کټرینه کیف په خارجي لباس کې ښکاري او په بل خوا د پوسټر کې فاطمه شیخ د غشي لیندۍ په لاس د برید چمتوالی لري.
په ټوئټر د دغه پوسټر له خپرېدو وروسته عامر خان په خپل ټوئټر پاڼه لیکلي، دا چې امیتابهـ بچن سره خپل ځان یوځای ګوري نو خپل د کلونو خوبونه یې رښتیا کیږي خو لا تر اوسه هم باور نشي کولی.
د یادولو ده چې فلم (ټهګس اف هندوستان) یو تاریخي فلم دی چې کیسه یې د میډوز ټیلیر په (کنفیشن اف ټهګ) ناول جوړه شوې چې په ۱۸۳۹ کال کې خپور شوی وو.
په دغه کیسه کې د عامر خان د (امیرعلي) امیتابهـ بچن د (خدا بخش) کټرینه کیف د (ثریا) او فاطمه ثنا شیخ د (ظفیرا) رول لوبولی.
اټکل دی چې دغه فلم به د نومبر میاشتې په اتمه نېټه خپور شي.