تر ټولو ګران بیه طلاق؛ د امازون د مالک مېرمنې پرې ۳۵ میلیارده ډالره واخیستل

یو ماشوم د لرګي تخته په لاس کې نیولی، په خوشحالۍ سره مسک دی

لیکنه: صادق طارق
د طلاقونو په اړه به مو ډېر اوریدلي وي، په نړۍ کې اوس دا جنجال عام شوی او ډېرې جوړې یا په خوښۍ یا خپګان سره جدا کیږي.
خو د امازون اینټرنیټي پلورنځي د مالک او نړیوال شتمن جف بزوس او مېرمنې طلاق عجیبه کیسه شوه.
ګران بیه طلاق
جف بزوس خپلې طلاق کړې مېرمنې مک کنزي ته د طلاق نه وروسته ۳۵ میلیارده ډالره ورکړل او هم یې د خپل پلورنځي په سهم کې ۴ سلنه ونډه ورکړه.
امازون پلورنځی جف بزوس ۲۵ کال پخوا تاسیس کړی.
لومړنی ټویټ
مک کنزي پرخپلې ټویټر پاڼې په لومړي ځل ټویټ کړی او همدا د ژوند ملګري نه یې د جدا کیدو خبره پکې کړې ده.
کنزي لیکلي، چې په یادو شویو اقتصادي شرایطو له یو بله جلا شوي.
دغې جوړې د نویمې میلادي لسیزې له پيله تراوسه ګډ ژوند کاوه، چې ثمره یې ۴ اولادونه دي.

د امازون په اړه
امازون په انټرنیټ کې په نړیواله کچه تر ټولو لوی پلورنځی دی.
تېرکال د دغه پلورنځي د خرڅلاو کچه ۲۳۲ میلیارده ډالرو ته رسیدلې وه.
دا پلورنځی په ۱۹۹۴ کې تاسیس شوی، چې تراوسه یې جف بزوس ته ۱۳۱ میلیارده ډالره شتمني ورکړې.
د مېرمنې په اړه
مک کنزي بروس، چې د امازون پلورنځي د مالک مېرمنه ده، مسلک یې لیکوالي ده.
هغې د کیسه لیکنې هنر له نوبل ګټونکي لیکوال توني موریسون څخه زده کړی.
موریسون د نوموړې په اړه ویلي، چې له بهترینو شاګردانو څخه یې وه.
دویم ګران بیه طلاق
د مک کنزي او جف بزوس له طلاقه مخکې د نړۍ ترټولو ګران بیه طلاق د مشهور سوداګر الک ویلدر ستاین او مېرمنې یې و.
هغوی په ۱۹۹۹ کې جلا شول، چې پروخت یې ویلدرستاین خپلې مېرمنې ته ۳،۸ میلیارده ډالره ورکړې.

About ياران ټیم 3411 Articles
یاران ټیم په هېواد کې دننه او بهر او د افغان لیکوالو او خبریالانو متعهده ډله ده چې په داوطلبانه توګه د یاران لپاره خبرونه، لیکنې او معلومات چمتو کوي.