
د ویسټ انډیز ۲۲ کلن چټک توپ غورځوونکي الزاري جوسیف د آې پي ایل په ټولو ریکارډونو کرښه راښکله او د یو نوي ریکارډ اساس یې کېښود.
د آې پي ایل په ۱۸ مه لوبه کې حېدراباد د پچې په ګټلو سره لومړی توپ اچونه وکړه، په توپ اچونه کې محمدنبي عیسی خېل او راشدخان ارمان شهکار وکړ، یو یو لوبغاړی یې وسوځاوه.
محمدنبي ۴ اورونو کې ۱۳ منډې ورکړې، روهېت شرما یې وسوځاوه او راشدخان څلورو اورونو کې ۲۷ منډې ورکړې او هارډېک پانډیا یې اوټ کړ.
ممبيي لوبډلې حېدراباد ته ۱۳۷ منډې هدف ورکړ.
د هدف په لوړولو کې د کېرون پولارډ د ۶ بونډریانو رول طلایي و، هغه په ۲۶ توپونو د ۴ شپږیزو او ۲ څلوریزو په ملتیا ۴۶ ناسوځېدلې منډې وکړې.
ممبيي، حېدراباد ته ۱۳۷ منډې هدف ورکړ.
د حېدراباد اوپننګ
حېدراباد لپاره یو ځل بیا جاني بېرسټو چټک پیل وکړ، هغه په ۱۰ توپونو د ۳ څلوریزو په وهلو سره ۱۶ منډې وکړې؛ خو د ده وېکټ راهول چهر وغورځوله او د حېدراباد د وېکټو لړۍ روانه شوه.
ورپسې ډېوېډ وارنر د الزاري له خوا په خپل لومړي توپ این سایډیچ بولډ اوټ شو، همداسې ویجی شنکر، منېش پانډی، یوسف پټان، ډیپک هوډا ټول وسوځېدل، لوبه راشدخان او محمدنبي عیسی خېل ته پاتې شوه.
راشدخان په صفر د الزاري له خوا کېچ اوټ شو او محمدنبي عیسی خېل بيا په اتلسم اوور کې د جسپرېت بومرا له خوا کېچ اوټ شو.
الزاري جوزیف په ۶ وېکټو کې ۳ بولډ اوټونه ترسره کړل.
تاریخي ریکارډونه
د آې پي ایل په تاریخ کې تر ټولو غوره توپ اچونه ۲۰۰۸ کال لومړي پړاو آې پي ایل کې پاکستاني سُهېل تنویر کړې وه، هغه په ۴ اورونو کې ۶ وېکټې اخېستې وې او ۱۴ منډې یې ورکړې وې، دا په ټول آې پي ایل کې تاریخي توپ اچونه وه او ۱۱ کاله یې د آې پي ایل په لوبو کې په لومړي نمبر راج وچلاوه، د توپ اچونې د دې راج تاج د اپریل په شپږمه نېټه د سهیل تنویر له سر څخه ښکته کړای شو او د الزاري جوسیف پر سر کېښودل شو او ښایي کلونه، کلونه دا تاج د ده پر سر وي او څوک به یې د ښکته کولو جرائت ونه کړي.
ویسټ انډیزي جوسیف په ۳ اعشاریه ۴ اورونو کې ۱۲ منډې ورکړې او ۶ وېکټې یې واخېستې.
د ټولو آې پي ایل پړاوونو په کچه دا لومړی ریکارډ شو.
دوهم ریکارډ او محمدنبي څخه مخکې کېدل
محمدنبي عیسی خېل په سږ کال آې پي ایل کې د بیسټ یا غوره توپ اچونې څېره وه؛ خو اوس د هغه نوم له دغه ځایه لرې شو او پر ځای الزاري جوزیف خپل نوم ثبت کړ.
محمدنبي د ۱۱ منډو په ورکړې سره، څلور وېکټې اخېستې وې؛ خو الزاري بیا ۶ وېکټې واخېستې او یو اوور یې مېډن کړ.
د غوره ایکانومي ریکارډ او د محمدنبي لرې کول
تر دې دمه محمدنبي عیسی خېل په ۲۰۱۹ کال آې پي ایل کې غوره ایکانومي باندې توپ اچونه کړې وه، خو دا ریکارډ بېګا جوزسیف په خپل نوم کړ، د هغه ایکانومي یا هر اوور کې د منډو ورکول، ۳ اعشاریه ۲۷ ده او د محمدنبي ۳ اعشاریه ۴۵ وه.
د حېدراباد لوبډله او ماته یې
حېدراباد لوبډلې چې کله دوه پیاوړي اوپنران له لاسه ورکړل؛ نو بیا وروسته ورسره له محمدنبي پرته بل اعتمادي او هيټر لوبغاړی نشته.
دا چې دا لوبه له اوپننګ په ښه ډول ترسره نه شوه او مېډل کې محمدنبي هم ښه ونه ځلېد؛ نو همدا علت و، چې حېدراباد لوبه وبایلله، که محمدنبي چلیدلای وای، بیا لوبه د حېدراباد وه.
حېدراباد په نولسم اوور کې په ۹۶ منډو ټولې وېکټې له لاسه ورکړې او لوبه ترې ممبيي لوبډلې په ۴۰ منډو وګټله.
د لوبې غوره لوبغاړی ۲۲ کلن ویسټ انډیزی الزاري جوسیف اعلان شو.
د نومرو جدول او پر حېدراباد لوبډله یې اغېز
د نومرو په جدول کې حېدراباد لوبډله لا هم دوهم ده، چینای پسې یې ځای نیولی، ممبيي لوبډله له خپل ځای یو قدم ښورېدلې په پنځم مقام کې وه، اوس په څلورم مقام کې شوه او نومرې یې څلور شوې.
حېدراباد د دوشنبې په ماښام له پنجاب لوبډلې سره لوبه لري، که هغه وګټي د نومرو جدول کې ځای کلکولای شي.