هيلي د ډهوني نړيوال ريکارډ مات کړ!

یو زوړ بیل بورډ چې په سمندر کې ډوب دی

خبريال: مدثر دعوت
د اسټراليا ښځينه کريکټ ملي لوبډلې ويکټ ساتونکي اليزا هېلي د ډهوني ريکارډ مات کړ.
د هندوستان کريکټ ملي لوبډلې پخوانی ويکټ ساتونکي مهندرا سينګ ډهوني په شل اووريزو لوبو کې تر بل هرچا ډېر لوبغاړي سوځولي وه.
نوموړي د ويکيټ کېپر په حيث د ۲۰۰۶ز څخه بيا تر ۲۰۱۹ز پورې په ۹۸ نړيوالو شل اووريزو لوبو کې ۹۱ لوبغاړي سوځولي وه چې پدې کې ۵۷ کېچونه او ۳۴ سټمپونه دي.
images 2020 09 27t1025332681963048014692099. هيلي د ډهوني نړيوال ريکارډ مات کړ!
خو اليزا هيلي چې د اسټراليا کريکټ ملي لوبډلې برحاله ويکټ ساتونکې ده تر ډهوني واوښتله او نن يې ۹۲يم لوبغاړی وسوځوی،دې په ۱۱۳ نړيوالو شل اووريزو لوبو کې ۴۹ سټمپونه ترسره کړي او ۴۳ کېچونه يې نيولي دي.
دې دا ريکارډ نن د نيوزلينډ په وړاندې دويمه نړيواله شل اووريزه لوبه کې د لاورين ډون په کېچ سره جوړ کړ.
fb img 16011834489014604080805789029980 هيلي د ډهوني نړيوال ريکارډ مات کړ!
اليزا چې د اسټراليا لوبډلې اوپنره توپوهونکې ده تر اوسه يې په نړيوالو ۲۰ اووريزو ۱۱۳ لوبو کې ۲۰۶۶ منډي کړي ،۱۲ نيمه سليزې او يوه سليزه لري.
img 20200927 1035336607463539726900304 هيلي د ډهوني نړيوال ريکارډ مات کړ!
اليزا هيلي د اسټرالياوي توپ اچوونکي ميچل سټارک مېرمن ده چې په ۲۰۱۶ز کې يې واده سره وکړ.