د نړۍ جمهورريسان او نور لوړ پوړي مشران د سفر لپاره کومې الوتکې کاروي؟

یو بیلبورډ چې پرې لیکل شوی اعلان نه لوستل کیږي. عکس له لاندې اخیستل شوی او شا او خوا یې وریځې او اسمان ښکاري



د دوشنبې په ورځ د ارګ ویندویانو د ولسمشر اشرف غني څو عکسونه خپاره کړل چې په یو عادي الوتکه کې نیویارک ته سفر کوي. ښايي نوموړې په وروستیو څو لسیزو کې لومړنی افغان حکومتي مشر وي چې په عادي الوتکه کې یو اوږد بهرنی سفر کوي.
د نړۍ ګڼ حکومتي مشران د بهرنیو سفرونو لپاره د الوتنو ځانګړي الوتکې او ځانګړي تشریفات لري.
مخکې له دې نه چې د افغان مشرانو د بهرنیو سفرونو د الوتنو په اړه خبرې وکړو، راځئ د سیمې او نړۍ د څو هیوادونو د مشرانو د بهرنیو سفرونو لپاره د کاریدونکو الوتنو په اړه ولولو…
د امریکا متحده ایالات

د امریکا د متحدو ایالتونو ولسمشر په ایر فورس ون (Air Force One ) ځانګړې الوتکه کې سفر کوي. دا د نړۍ تر ټولو خوندي او په پرمختللو امنیتي او نورو وسایلو د سنبال هوايي سفر لپاره جوړه شوې ډیره ځانګړې الوتکه ده چې د امریکا هوايي ځواک پورې تړلې ده. د امریکا ولسمشر د بهرنیو الوتنو لپاره د ځانګړې الوتکې، ځانګړې موټر سربیره نور پراخ امنیتي او سیاسي تشریفات هم لري.
پاکستان
په ۱۹۶۰ او ۱۹۷۰ کلونو کې د پاکستان حکومتي مشرانو ایوب خان، یحیی خان او زلفقار علي بهوټو د پاکستان د نړیوال هوايي شرکت بوینګ ۷۰۷ ځانګړې الوتکې د بهرنیو سفرونو لپاره کارولې. ددې هیواد پوځي دیکتاتور ضیاالحق د خپلې واکمنۍ پر مهال د (Lockheed C-130B Hercules ) په نوم ځانګړې الوتکه کاروله.

په نویمه لسیزه کې د پاکستان دوو لومړیو وزیرانو نوازشریف او بې نظیر بوټو په ځانګړې بوینګ ۷۳۷ کې بهرني سفرونه کول. دا الوتکه هم د پي اۍ اې الوتکه وه خو ځانګړې او عصري ډیزاین شوې وه او یوازې د پاکستاني مشرانو د بهرنیو سفرونو لپاره کارول کیده.
په ۲۰۰۷ م کال کې د قطر هیواد د قطر د امیري الوتنې ایربس A310-300 الوتکه پاکستاني مشرانو ته ډالۍ کړه. دا الوتکه اوس د پاکستان د هوايي ځواک او د پاکستاني د نړیوال هوايي شرکت له خوا په ګډه اداره کیږي او د پاکستان د حکومتي مشرانو د بهرنیو سفرونو لپاره ترې کار اخیستل کیږي. پاکستان چارواکې پر دې سربیره د رسمي سفرونو لپاره نورې ځانګړې الوتکې هم لري.
ایران
تر ۲۰۱۰ م کلونو پورې د ایران ولسمشرانو او نورو لوړپوړو چارواکو د شاهین په نوم زړه خو مشهوره الوتکه کاروله. دا بوینګ ۷۰۷ الوتکه وه، چې په ځانګړې توګه جوړه شوې او ډیزاین شوې او په ۱۹۷۰ لسیزه کې یې د ایران پاچا د اخیستو فرمایش ورکړی وو. ویل کیږي چې دا د امریکا تر ایرفورس ون هم عصري وه. د ایران له انقلاب وروسته دا الوتکه له سره ډیزاین شوه. همدارنګه ایران په ۱۹۹۰ کلونو کې د مهمو اشخاصو د الوتنو لپاره بله ایربس A321 الوتکه هم واخیسته چې د متوسطو حکومتي مشرانو لکه د بهرنیو چارو د وزیر، د پارلمان د ریس او نورو د سفرونو لپاره کارول کیږي.

د ایران حکومت پر دې سربیره مهمو حکومتي چارواکو د سفرونو لپاره یو شمیر نورې ځانګړې الوتکې هم لري.
عراق
له ۲۰۱۴ م کال مخکې حکومت د حکومتي مشرانو د بهرنیو سفرونو لپاره بوینګ ۷۶۷-۲۰۰ الوتکه کاروله. پخواني ولسمشر صدام حسین د خپلو سفرونو لپاره خپله شخصي 747SP الوتکه کاروله او پر دې سربیره حکومت بوینګ ۷۲۷ څو نورې الوتکې هم د رسمي سفرونو لپاره درلودې.
هندوستان
د هندوستان حکومت د لوړو پوړو حکومتي مشرانو د بهرنیو سفرو لپاره د ( ایر انډیا ) ملي هوايي شرکت ځانکړې الوتکې کاروي. د کورنیو سفرونو لپاره د هند لومړي وزیر او ولسمشر د هند د هوايي ځواک بوینګ ۷۳۷- ۲۰۰ الوتکه کاروي چې په ځانګړو امنیتي وسایلو سنباله ده.
په ۲۰۰۸ م کال کې د هندوستان هوايي ځواک درې نورې بوینګ جیټ الوتکې معرفي کړې چې د حکومت د لوړوپوړو چارواکو د سفرونو لپاره به کارول کیږي. دا الوتکې په ډير خوندي مخابراتي سیستم، د توغندیو د خبرداري په پرمختللي سیستم او نورو عصري وسایلو سنبال دي.

ترکمنستان
د ترکمنستان ولسمشر قربان قلي بیردي محمدوف د خپلو سفرونو لپاره بوینګ ۷۷۷-۲۰۰ ایل ار الوتکه کاروي، چې د ولسمشر لپاره ځانګړې ډيزاین شوې او په عصري وسایلو سنباله ده. دا الوتکه د ترکمنستان ملي هوايي شرکت رنګ لري.
ترکیه
د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان، ددې هیواد لومړي وزیر او نور حکومتي مشران د ځانګړو الوتکو یوه ټولګه لري. ددې الوتکو د فعال ساتلو مسولیت د ترکیې د ملي هوايي شرکت ( ترکیش ایرلاین) سره دی. هغه الوتکه چې د ترکیې ولسمشر په کې بهرني سفرونه کوي، په عصري مخابراتي او نورو وسایلو سنباله ده. همدارنګه د توغندیو ضد دفاعي سیستم هم لري.
سعودي عربستان
د سعودي عربستان حکومت د شاهي الوتنې لپاره دوه ډيرې ځانګړې ډيزاین شوې بوینګ۷۴۷-۳۰۰ (Boeing 747-300 ) او بوینګ۷۴۷-۴۰۰ الوتکه (Boeing 747-400 ) کاروي. د سعودي د پاچا الوتکه د بهرنیو سفرونو پر مهال د څو نورو الوتکو له خوا هم بدرګه کیږي او له الوتکې څخه د پاچا ښکته کیدو او پورته کیدو لپاره طلايي ځانګړې زینې کارول کیږي. د پاچا سره د ځانګړو میرسیډیز موټرو په شمول نوره ډیره درنه بارو بستره هم ملګرې وي.


شمالي کوریا
د شمالي کوریا پخوانی مشر کیم جانګ ایل په الوتکه له سفر ویریده او بهرني سفرونه یې په اورګاډي کې کول. اوسنی مشر کیم جانګ اون خو لومړی بهرنی سفر نه کوي او کوي یې هم د شمالي کوریا د هوايي ځواک له خوا کاریدونکي ځانګړې جوړه شوې الوتکه کاروي.

ازربایجان
د ازربایجان ولسمشر ته د سفرونو لپاره درې الوتکې ځانګړې شوي دي. د ایربس اې ۳۱۹ Airbus A319 الوتکه چې د ” باکو“ په نوم هم یادیږي مستقیمه د حکومت الوتکه ده. همدارنګه د باکو۲ په نوم بله ایربس الوتکه هم ده چې د حکومت په ملکیت کې شامله ده. همدارنګه د ایربس A340-600الوتکه د ” باکو ۸“ په نوم د ولسمشر الهام علییف د سفرونو لپاره حکومت کرایه کړې. دا الوتکه د توغندیو په دفاعي سیستم او نورو عصري وړتیاوو سنباله ده.
ازبکستان
د ازبکستان حکومت د لوړوپوړو چارواکو د رسمي سفرونو لپاره دوه ځانګړې بوینګ الوتکې کاروي.
 
پر یادو هیوادونو سربیره د نړۍ د ګڼو نورو هیوادونو مشران هم ددوی لپاره په ځانګړو ډیزاین شویو او جوړو شویو الوتکو کې بهرني سفرونه کوي. د ګڼو مشرانو الوتکې د مخابراتو ځانګړې او خوندي سیستمونه لري. همدارنګه د توغندیو ضد سیستمونه په کې فعال وي او د اوږدو سفرونو پر مهال په کې د ولسمشر او ورسره ملګري هییت د رسمي کارونو د ترسره کولو لپاره ځانګړي ځایونه، میزونه او همدرنګه د ارام لپاره د خوب کوټې او نور وسایل لري…
او اوس هم افغانستان ..
افغان چارواکو د لوړ پوړو حکومتي مشرانو د بهرنیو سفرونو لپاره ځانګړې الوتکې نه درولودې او ګڼو مشرانو په تیرو کلونو کې د بهرنیو سفرونو لپاره اریانا افغان هوايي شرکت الوتکې کارولی. ولسمشر حامد کرزي کله ناکله د بهرنیو هېوادونو په ځانګړو الوتکو هم الوتنې کړي.
خو دا چې د افغانستان د ملي هوايي شرکت اریانا افغان الوتکې، د پرلپسې جګړو او د وخت په تیریدو زړې شوې، اداري فساد او نورې ستونزې ددې سبب شوې چې الوتکې او الوتنو سیستم یې نوی اپډیټ نه شي. نو له نړیوالو معیارونو ولویدې. داسې چې ګڼو هیوادونو ته د الوتنو اجازه هم نه لري.
په وروستیو کلونو کې افغان مشرانو ( حامد کرزي، اشرف غني، عبدالله عبدالله او نورو..) د ځینو بهرنیو سفرونو لپاره د کام ایر او یا نورو خصوصي هوايي شرکتونو  الوتکې کارولې چې د هر بهرني سفر لپاره د یوې ډیرې اندازې پیسو په بدل کې چارټر کیدې.

خو اوس چې افغان ولسمشر اشرف غني ، د ولسمشر په توګه د لومړي ځل لپاره نیویارک ته په عادي الوتنه کې سفر وکړ، د ډيرو پام یې ورواړو.
په دې سره ولسمشر غني چې هم اقتصاد پوه دی او هم د خپل هیواد اقتصادي وضیعت ورته معلوم دی نه یوازې د کام ایر یا بل شرکت د چارټر کیدونکې الوتکې لوړ لګښت وسپموه، بلکې د افغانستان په څیر د یو جنګ زپلي هیواد حکومتي چارواکو ته یې دا پيغام هم ورکړ چې موږ جګړې او ادارې فساد زپلي یوو او باید د دولتي چارواکو تشریفاني لګښتونه تر ممکن حده راکم کړو.

ګڼو افغانانو په ټولنیزو رسنیو کې د ولسمشر اشرف غني دا اقدام چې په عادي الوتنه کې یې سفر کړی ستایلي.
دې کې هیڅ شک نه شته چې د حکومتي مشرانو بهرني سفرونه د هیواد د ملي بودیجې لپاره په ډېر لګښت تمامیږي. خو تر هغه حده چې دا لګښت راکمیدلی شي باید چې راکم کړی شي.
که مشران په خپلو لګښتونو کې سپما وکړي، هغه ورځ لرې نه ده چې افغانستان به د حکومت د لوړپوړو چارواکو د بهرنیو سفرونو لپاره ځانګړې الوتکې او ځانګړي تشریفات ولري.
 

About ياران ټیم 3411 Articles
یاران ټیم په هېواد کې دننه او بهر او د افغان لیکوالو او خبریالانو متعهده ډله ده چې په داوطلبانه توګه د یاران لپاره خبرونه، لیکنې او معلومات چمتو کوي.