د نړۍ مخکښ الراونډر پنځه‌سوه ویکټې بشپړې کړې

د مني په موسم کې غرونه او ځنګلونه
لیکنه: محمدصابر حمیدي

د ویسټ انډیز هېواد د کرکټ ملي لوبډلې نامتو او تکړه پخواني لوبغاړي ډین براوو په شل اوریزه سیالیو کې ۵۰۰ ویکټې پوره کړې او په دې سره لومړنی لوبغاړی شو، چې شل اوریزه فارمټ کې ۵۰۰ وېکټې اخلي.
د کرکټ اډیکټور وېبپاڼې د راپور په بنسټ ویسټ انډیزي الراونډر ډين براوو د شل اوریزه سیایلو په تاریخ کې لومړنی لوبغاړی شو، چې ۵۰۰ وېکټې بشپړوي.
هغه دا ویاړ د ویسټ انډیز هېواد په روانو کورنیو تجارتي سیالیو کې خپل کړ.
279642-1200x800.jpg

د براوو شل اوریزه سیالۍ

۳۶ کلن براوو په ۲۰۰۶م کې لومړۍ شل اوریزه سیالي ترسره کړه، چې له هغه را وروسته یې تر دې دمه ۴۵۹ لوبې ترسره کړې دي.
هغه په یادو ۴۵۹ شل اوریزه سیالیو کې ۵۰۰ وېکټې بشپړې کړې.
دې لوبغاړي دا شل اوریزه سیالۍ د خپل هېواد (ویسټ اندیز) ترڅنګ د ګڼو هېوادونو په لیګونو هم ترسره کړې دي.
132734-sqiloxjsul-1576223209.jpg

په شل اوریزه سیالیو کې زیاتې ویکټې اخیستونکي لوبغاړي

۱ـ ډین براوو            ۴۵۹ سیالۍ             ۵۰۰ ویکټې
۲ـ لسیت ملینګا        ۲۹۵ سیالۍ             ۳۹۰ ویکټې
۳ـ سونیل ناراین       ۳۳۹ سیالۍ             ۳۸۳ ویکټې
۴ـ عمران طاهر        ۲۹۵ سیالۍ             ۳۷۴ ویکټې
۵ـ سهیل تنویر         ۳۳۹ سیالۍ             ۳۵۶ ویکټې
۶ـ شکیب‌الحسن      ۳۰۸ سیالۍ             ۳۵۴ ویکټې
۷ـ شاهد افریدی      ۳۱۷ سیالۍ             ۳۳۹ ویکټې
۸ـ راشدخان            ۲۱۵ سیالۍ             ۳۰۱ ویکټې
۹ـ وهاب ریاض       ۲۵۲ سیالۍ             ۲۹۶ ویکټې
۱۰ـ آنډری رسل        ۳۲۵ سیالۍ             ۲۹۴ ویکټې
AAAA.PNG

About ياران ټیم 3411 Articles
یاران ټیم په هېواد کې دننه او بهر او د افغان لیکوالو او خبریالانو متعهده ډله ده چې په داوطلبانه توګه د یاران لپاره خبرونه، لیکنې او معلومات چمتو کوي.