افغان ستر الراونډر په شل اوریزو لوبو کې ۴ زره منډې پوره کړې

یو ماشوم د لرګي تخته په لاس کې نیولی، په خوشحالۍ سره مسک دی
سپورټ یاران

محمدنبي عیسی خېل د یکشنبې پر ورځ وتوانېد، چې د سي پي اېل سیالیو په لړ کې خپلې شل اوریزې لوبې ۲۶۲ ته ورسولې او په دې لړ کې یې خپلې منډې تر ۴ زرو ورسولې.
هغه یوازینی افغان الرانډر دی، چې په شل اوریزو لوبو کې د نړۍ په ۴ زره منډې کوي.
نوموړی اوسمهال په سي پي اېل سوداګریزو لوبو کې د سېنټ لوشیا زوکس لوبډلې ملاتړی دی او په درې لوبو کې د نړۍ د نورو لوبغاړو په پرتله ښه وځلېد او دوه لوبو کې یې ترې دې دمه د لوبې غوره لوبغاړي جایزې هم اخیستي دي.
هغه په سي پي اېل سوداګریزو لوبو کې په یوه لوبه کې په ۱۶ توپونو ۳۵ منډې وکړې او توپ اچونې برخه کې یې هم د ۱۹ منډو په ورکولو سره یوه وېکټ هم واخیسته.
محمدنبي عیسی خېل د افغان لوبډلې په شمول ۲۷ لوبډلو کې لوبېدلی او په شل اوریزو لوبو کې د کرکت نړیوالې شورا په درجه بندۍ کې لومړی نمبر الراونډر هم دی.
په سي پي اېل لوبو کې زوکس لوبډلې هغه ته د ۴ زره منډو پوره کولو مبارکي ویلي ده.
عیسی خېل د افغان لوبډلې په ګټه ۷۸ نړیوالې شل اوریزې لوبې کړي، چې دې لوبو کې یې ۱۳۴۷ منډې کړي، یوه لوبه کې یې لوړې منډې ۸۹ دي او ۴ یې نیمه سلیزې وهلي دي.
په شل اوریزو لوبوکې یې ۸۵ څلوریزې او ۷۹ شپږیزې وهلي دي.
د نړۍ په کچه یې په نړیوالو او سوداګریزو لیګونو کې ټولې ۲۶۲ شل اوریزې لوبې کړي، ۴۰۴۱ منډې کړي دي.
په ټولو شل اوریزو لوبو کې یې ۲۵۸ وېکټې هم اخېستي او د نړۍ په ډېری سوداګریزو لیګونو کې په خورا لېوالتیا پېرل کېږي.
هغه په ۲۰۱۰م کې د افغانستان لپاره رسمي شل اوریزې لوبې پیل کړې او کابو لس کاله یې دغه مزل په بریالۍ توګه طی کړی دی.