افغان ګوګلي ماسټر راشدخان ارمان د یو ورځنیو لوبو په ال راونډرانو کې لومړی مقام خپل کړی دی.
د کرکټ نړيوالې شورا د یو ورځنیو لوبو د کرکټ ټولچارو یا ال راونډرانو نوی نوملړ خپور کړی، چې راشدخان پکې له اووم مقام څخه تر لومړي مقامه رسېدلی دی.
راشدخان د توپ اچوونې په برخه کې خورا د حس او لیدلو وړ و؛ خو د اسیا جام سیالیو په لړکې یې د توپ وهنې په برخه کې بې سارې توپ وهنې هم خلک ګوته په غاښ کړل او حتا نړيوالو یې توصیف کاوه، نوموړي د اسیا جام د لومړي پړاو په دوهمه لوبه کې د بنګله دېش خلاف په ۳۲ توپونو ۵۷ ناسوځېدلې منډې جوړې کړې، چې د ۲۰۱۸ م کال د اسیا جام سیالیو تر ټولو چټکه نیمه سلیزه وه.
په اسیا جام سیالیو کې راشدخان لس وېکټې واخېستې، چې تر ټولو مخکې و او همدارنګه د توپ وهنې په برخه کې یې ۸۷ منډې کړي، چې اوسط یا وارېج یې ۴۳،۵۰ دی.
افغانستان په ګروپي لوبو کې سریلانکا او بنګله دېش ته فوق العاده ماتې ورکړې او په څلورو غوره لوبډلو پړاوکې یې پاکستان او بنګله دېش ته په ډېرکم توپیر لوبې وبایللې او د نړۍ د یو ورځنیو لوبو لومړۍ درجې لوبډلې هند سره یې لوبه مساوي کړه.
راشدخان په دوبۍ او شارجه کې ۶۷ پواینټونه ترلاسه کړل، چې نوموړی یې د یو ورځنیولوبو په ال راونډرانو کې لومړی کړ.
محمدنبي عیسی خېل هم په دغو لوبو کې ۱۳۴ منډې وکړې چې شا او خوا ۱۰ پواینټونه کېږي ترلاسه کړل او د ال راونډرانو په قطارکې دریم شو، تر دې وړاندې محمد نبي تر شکېب الحسن وروسته دوهم مقام کې و.
د یو ورځنیو لوبو د توپ اچوونکو په لړ کې راشدخان دوهم مقام لري او له هندوستاني جسپرېت بومرا وروسته دی.
مجیب ځدران بیا د یو ورځنیولوبو په توپ اچوونکو کې اتم ځای خپل کړی دی او محمد نبي عیسی خېل بیا د توپ اچوونکو په برخه کې پنځلسم ځای نیولی دی.
د یو ورځنیو لوبوپه توپ وهونکوکې محمدنبي بیا ۵۳ م ځای خپل کړی او ۱۳ پواینټونه یې اخېستي دي.
راشدخان بیا د ۲۱ نومروپه ترلاسه کولو سره ۹۷ یم مقام خپل کړی دی.
د افغانستان اغېزناک توپ وهونکي حشمت الله شهیدي او شهزاد محمدي هم مخکې تګ کړی دی.
شهیدي په اسیا جام سیالیوکې په ۵ پاڼیو کې ۲۶۳ منډې جوړې کړي، چې ۹۱ یم مقام کې له نیوزیلېنډي جیمي نېشم سره مساوي دی.
شهزاد محمدي ۱۹ م مقام اخېستی او د سکاټلېنډي مک لیوډ او سریلانکایي ډېکوېلاسره مساوي شوی دی.
بنګله دېشی لېټن ډاس ۱۰۷ م نمبر توپ وهونکی راغلی.
د یو ورځنیولوبو توپ وهونکو په لړۍ کې روهېت شرما دوهم شوی، شېکردوان پنځم نمبر،
مشفق الرحیم شپږم، امام الحق پنځلسم ځای نیولی، شعیب ملک دولسم ځای نیولی او هانکانګي لوبډلمشر انشومن رات هم پنځلسم ځای نیولی دی.
او د هانکانګ بل پیلوونکي لوبغاړي نزاکت خان بیا اته وېشتم ځای ترلاسه کړی دی.
راشدخان د یو ورځنیو لوبو په ال راونډرانو قطار کې ۳۵۳ نومرې لري، چې له شکېب الحسن څخه ۱۲ نومرې وړاندې شوی او لومړی مقام یې اخېستې دی.
شکېب الحسن ۳۴۱ نومرې لري دوهم مقام کې دی او محمد نبي عیسی خېل بیا ۳۳۷ نومرې لري، چې دریم مقام کې دی، څلورم مقام بیا د نیوزیلېنډي مېچل سنټنر دی ۳۱۷ نومري لري او محمد حفیظ بیا پنځم نمبر ال راونډر دی، چې ۳۰۶ نومرې لري.