لیکنه: صادق طارق
د افغاني سېنما مشهورې او جذابې لوبغاړې لینا علم د ۲۰۱۹ کال د زیتو جشنوارې د غوره ادا کارې جایزه وګټله.
د جایزې په اړه
یاده شوې جشنواره د افریقایي هېواد تانزانیا په دارالاسلام ښار کې د ۵۳ ورځو لپاره جوړه شوې وه.
په دې جشنواره کې له ۱۹ هېوادونو څخه ۳۵ فلمونه سیالۍ ته وړاندې شول.
له افغانستان څخه د لینا علم په مرکزي رول (نامه ای به ریس جمهور) فلم د غوره اداکارۍ جایزې ته کاندید و.
د سیالۍ په پای کې د غوره لوبغاړې جایزې مېرمن لینا علم ته ورکړل شو.
(نامه ای به ریس جمهور)
دا فلم په دري ژبه د افغانستان مطرحې فلم جوړونکې مېرمن رویا سادات جوړ کړی.
په فلم کې د افغان ښځو پر وړاندې ننګونې، ستونزې، تبعیض او نورې ناخوالې منعکس شوي.
د زیتونو جشنوارې مسول جاکوب جوزف وایي: (نامه ای به ریس جمهور) فلم ته ځکه د ښې ادا کارۍ جایزه ورکړل شوه، چې هم پکې نوښت شوی، هم غوره لوبغاړي، هم ښه کیسه او هم په نورو لحاظونو غوره فلم دی.
د لینا علم په اړه
لینا علم کلونه کیږي، چې په امریکا کې ژوند کوي، خو افغانستان ته هم ډېره ځي راځي او له مخکښو فلمي ستورو څخه یې ده.
هغه د اتیایمې لسیزې په وروستیو کې له کورنۍ سره لومړی هند او بیا د امریکا کلفورنیا ایالت ته لاړه.
لینا له ۱۹۹۸ څخه په (سرزمین بیګانه) فلم کې له رول لوبولو سره فلمي نړۍ ته مخه کړې او تر اوسه یې په لسګونه فلمونو کې رول لوبولی.
د سولې سفیره
لینا د کډوالۍ له اوږده ژوند وروسته په لومړي ځل په ۲۰۰۹ کې بیرته افغانستان ته ستنه شوه.
هغې ته له ستنیدو سره ملګرو ملتونو په افغانستان کې د سولې د افتخاري سفیرې مقام ورکړ.
د فرخندې د رول ممثله
لینا علم وایي په سېنما کې د فعالیت یو لوی دلیل یې دا دی، چې غواړي د افغان ښځو غږ اوسي.
هغې په ۲۰۱۵ کې د کفر په فتوا په کابل کې د یو شمېر افراطیانو لخوا د سوزول شوې او وژل شوې نجلۍ فرخندې د وژل کیدو صحنه په هماغه سیمه کې تمثیل او د لا شهرت څښتنه شوه.
لینا وایي په نورو هنري فعالیتونو کې هم غواړي د افغان ښځو مظلومیت او ورسره شوي ظلمونه منعکس کړي.
له امنیتي ننګونو شکایت
لینا علم افغانستان ټولو او په خاصه توګه د ښځینه وو هنرمندانو او سینماګرانو لپاره له ګواښه ډګ ګڼي.
نوموړې د شیرین په نوم خپل سریال یادوي او وایي د جوړولو پر وخت یې پر دوی بمي برید وشو، خو ترې روغ ووتل.
همدا شان د ۲۰۱۴ له هغه بریده هم بدې خاطرې لري، چې د کابل ښار په زړه د فرانسې پر فرهنګي مرکز ترسره شو.
لینا علم د دغه برید پر مهال له نورو هنري څېرو سره د دغه مرکز په تالار کې د یوه هنري فلم نندارې ته ناسته وه.
کورنی ژوند
لینا علم په کابل کې زیږیدلې، مور يې د تنظیمي جګړو پر وخت د سرطان ناروغۍ له کبله مړه شوې او دا له پلار، درې خویندو او یوازیني ورور سره له هېواده وتو ته مجبوره شوه.
د لینا د ګډ ژوند په اړه معلومات په لاس کې نشته.
مشهور فلمونه
سر زمین بیګانه، فریاد بی صدا، بی دفاع، لورې، بچه کابلی او عشق خموش د لینا علم مشهور فلمونه دي.