د عاليه بټ ۶ ګرانبيه توکي،لاهم خوشحاله نده

لاس کې ودانۍ د جوړولو تخته

ليکوال: مدثر دعوت

عاليه بټ د باليووډ سينما له هغو اداکارانو څخه ده چې د فلمونو پر سر ډېر عايد ترلاسه کوي.

بټ د ډايرکټر مهېش بټ لور ده او د پخوانۍ فلمي اداکاري پوجا بټ خور ده.

د عاليې کورنۍ په باليووډ کې تاريخ لري خو دا په خپل استعداد سره توانېدلې چې د برياليو اداکارانو په ليکه کې وشمېرل سي.

دا ۱۰ ميليونه نقدي سرمايه لري.

ددې هرڅه باوجود عاليې د هندوستان ډايمز په مرکه کي ويلي چې خپل هدف ته نده رسېدلې او هغه څه چې دا يې غواړي ټوله يې ندي ترلاسه کړي.

عاليه بټ ځيني داسي شخصي څه لري چې شايد د باليووډ په ښځينوو کې يې يوازي ډپيکا پاډوکان ولري،راځئ پوه سو چې دا ځانګړي شيان څه دي.

۱ـ عاليې ډيزايني دستکول

792ae8ce ffd4 4ddd 8909 c381bbe862cd alia03 14033560962359040335. د عاليه بټ ۶ ګرانبيه توکي،لاهم خوشحاله نده

عاليه بټ ځانګړی دستکول لري چې دا يې ډېر خوښوي او هرکله په سفر کې ورسره وي.

دا چې هرکله د (هيرمس کيلي) په نامه دستکول رانيسي نو ورباندي ۵ لکه هندۍ روپۍ مصروفوي چې دې ته اسراف ويل کېږي.

عاليه تر ډېره شنه او اسماني رنګه لاسي بکسونه خوښوي.

۲ـ قيمت ترينه موټر

c9c9e750 fee3 4c2c 94cb a48aed556d69 alia021092044518540177029. د عاليه بټ ۶ ګرانبيه توکي،لاهم خوشحاله نده

عاليه د (لانډ روور) په نامه يو موټر لري چې خورا مسترح او له امکاناتو پوره دی.

د ماهرينو په خبره ددې موټر بيه ۱.۷۴ کروړه هندۍ روپۍ دي.

۳ـ په لندن کې کور

images 193381389411950260750. د عاليه بټ ۶ ګرانبيه توکي،لاهم خوشحاله نده

د عاليې بټ دا لوی ارمان وو چې په لندن کې يو کور ولري، په ۲۰۱۸ز کې دې خپل خوب په رښتيا بدل کړ.

هغې د لندن په کوينټ ګارډن کې يو کور رانيوی ، ددې کور بيه د ۱۰.۴ کروړه څخه تر ۳۱ کروړه هندۍ روپيو پوري ده.

۴ـ يو مجلل او عشقي ځای

627893fc 3bdb 472a 8203 4f2f2f9365f9 alia bhatt trailer vanity van new pictures bollywood homes and spaces4349418030400906780 د عاليه بټ ۶ ګرانبيه توکي،لاهم خوشحاله نده

لکه څنګه چې نور اداکاران د ځان لپاره ځانګړي ځايونه لري ،عاليې هم يو داسي په زړه پوري ځای جوړ کړی.

دا ځای د شاهرخ مېرمني ګوري خان ډيزاين کړی او دا ډول ساحه د اداکارانو د دويم کور په نامه ياديږي چې هرډول امکانات پکښې موجود دي او د ارامۍ احساس بخښي.

۵ـ يو عاليترين اپارتمان

ae079745 9891 4d12 8947 09adf94a022f alia bhatt home in mumbai 1366x7687184372203179278719 1 د عاليه بټ ۶ ګرانبيه توکي،لاهم خوشحاله نده

عاليې بټ په ۲۰۲۰ز کې د ممبی په بنډرا سيمه کې کور رانيوی.

دې پر دغه اپارتمان ۳۲ کروړه هندۍ روپۍ مصرف کړی،د کور داخلي چاري او ډيزاين يې ګوري خان ورته ترتيب کړي دي.

۶ـ BMW7 موټر

9cf82aae 13c2 47df 8eb7 b8c6e7abd1bb alia017991130611381661220. د عاليه بټ ۶ ګرانبيه توکي،لاهم خوشحاله نده

شايد تاسو هم ددې موټر صفتونه ډېر اوريدلي وي خو د رانيولو توان به يې نلرئ .

عاليه خپل شخصي BMW7 په نامه موټر لري چې قيمت يې ۱.۳۷ کروړه دی.

همدارنګه دې په ۲۰۱۵ز کې د ځان لپاره د اوډای ۶ په نامه موټر هم اخيستی وو.