لیکنه: بشیر درویش
علي بابا خان په پښتو موسیقۍ کې نوی، خو انقلاب راوړونکی سندرغاړی دی.
د پښتونخوا په چارسده کې زیږیدلی دا هنرمن د عدم تشدد د سترلاروي پاچا خان د فکر لاروی دی.
علي بابا له لوی اختر نه مخکې شمشاد تلویزون کابل ته بللی و، ده هلته د پښتو موسیقۍ په تاریخ کې په لومړي ځل د صوفیانه سندرو کنسرټ وړاندې کړ.
د علي بابا دې کنسرټ ته د لوړې موسیقۍ ډېری داسې خوښونکي، چې د سیاست، ادبیاتو او فرهنګ مطرحې څېرې وې ورغلي وو.
ځينو ګډونوالو ویل، چې د علي بابا هنر په لومړي ځل یوه کنسرټ ته په تګ اړویستي.
د سندرې لپاره یې ټوپک خرڅ کړ!
علي بابا خان له یاران وېب پاڼې سره په مرکه کې موسیقۍ ته د مخ اړولو اصلي دلیل یې دا وښود، چې غواړي په دې وسیله پښتانه ویښ او په سیمه کې د امن انقلاب راولي.
علي بابا خان وایي: موسیقۍ ته مې په ۲۰۱۳ کې مخه شوه، د پوهنتون محصل وم، د لومړۍ سندرې د ثبت او ویډیو پیسې راسره نه وې، د ټول ژوند سرمایه مې یو ټوپک او یو لیپ ټاپ و، له اوږده فکر وروسته مې لیپ ټاپ د زده کړې لپاره وساته او ټوپک مې خرڅ کړ څو د سندرې د ثبت او ویډیو پیسې پيدا شي.
علي بابا عدم تشدد نظریه او د امن راوستو لپاره فکري ویښتیا د خپل ژوند مهمې موخې ګڼي.
دی باور لري، چې په سندرو به پښتانه له جګړې راګرځوي، د نوي ژوند فکراو لاره به ورښيي او د یوه لوی انقلاب زمینه سازي به کوي.
علي بابا انجینر او سوداګر هم دی!
علي بابا د بریښنایي او مخابراتي انجینرۍ په برخو کې لوړې زده کړې لري. ده په دې برخو کې د ماسټرۍ تر کچې لوړې زده کړې کړي او اوس پکې د دوکتورا درسونه وایي.
هغه له دې وراخوا د سوداګرۍ فعال هم دی، وایي سوداګري د دې لپاره کوي، چې د ډېرو پیسو څښتن شي او دا پیسې د خپل ارمان او هنر لپاره ولګوي.
علي بابا موسیقي د پیسو ګټلو وسیله نه ګڼي، وایي نه ده په کار چې موسیقي د پیسو لپاره عام ذوق ته راټیټ او خپل ارزښت وبایلي.
ده یاران وېب پاڼې ته وویل، چې دی به د نورو ګڼو سندرغاړو برعکس پرموسیقۍ پیسې نه ګټي؛ بلکې پیسې به پرې مصرفوي، څو معیاري، انقلابي او نړیواله یې کړي.
د علي بابا سندرې
علي بابا لکه چې وویل شول په پښتو موسیقۍ کې د صوفي سندرو لومړنی ځانګړی هنرمند دی، خو یوازې یې له دې برخې سره ځان محدود کړی نه دی.
خو بیا هم دوزخي یم؛
https://www.youtube.com/watch?v=zdAm_gNp1_Y
هغه روماني، انقلابي او نورې سندرې هم وایي، خو ټینګار یې دا دی چې هره سندره باید نوې موسیقي او خوند ولري.
د علي بابا په وینا د ده هره سندره به له دې ځانګړنو برخمنه وي.
د پښتو دغه هنرمن سربېره پردې چې د سندرو لپاره لوړه شاعري انتخابوي؛ په ښه کمپوز جوړولو او د هنري ټیم په مدیریت کولو کې هم نوم لري.
علي بابا تراوسه د سندرو درې البمونه لري. (خو بیا هم دوزخي یمه)، (روح د پاچاخان یمه)، (بابا عبدالرحمان) او په تازه ګام کې ( حوره) د هغه مشهورې سندرې دي.
د علي بابا ګیتار غږول هم زده دي، دی پردې کار کوي چې پښتو موسیقي د امریکا او اروپا د موسیقۍ له نویو سبکونو سره ونښلوي. هغه د ځینو دغو سبکونو په یادولو سره وایي، چې په پښتو موسیقۍ کې لومړنۍ سندرې ده ورسره غبرګې کړي او لا به دې کار ته دوام ورکړي.
د خوښې شاعران او سندرغاړي
غني خان، عبدالرحمان بابا او ځوان شاعر بخت زاده دانش د علي بابا د خوښې شاعران دي. په سندرغاړو کې هغه د احمد ظاهر، هارون باچا، علي عظمت او لتا منګیشکر د خوښې سندرغاړي دي.
هغه په ټوله کې له پښتو موسیقۍ څخه ناراضه دی، وایي د مینې پرځای د جګړې روحیه زیاته وېشي، هغه څه چې د موسیقۍ په شان بامسولیته هنرسره نه ښايي.
نوې سندره، د جنت حوره؛
https://www.youtube.com/watch?v=WwPvcqBnwCA
علي بابا خان له موسیقۍ څخه د مینې خورولو لپاره په کار اخیستو ټینګار کوي. دی وایي که هنرمندان په بامسولیته ډول د خپلې ټولنې فکري رهبري وکړي د انقلاب خوبونه ریښتیا کیدای شي.
په هر کور کې د یوه سندرغاړي هیله من
علي بابا خان هیله من دی، چې د پښتنو په هر کور کې یو سندرغاړی پيدا شي. د ده په وینا بې موسیقۍ ژبه او قوم مري، ځکه خو د سندرغاړو د زیاتیدو ارماني دی.
د سندرغاړو په زیاتیدو کې دی خپله لویه ګټه دا ګڼي، چې لا زیاتې سیالۍ او ښه کار ته به مجبور او غوره موسیقۍ به وکړي.