اختر، ډول ډول خواړه او غذایي مسمومیت

یو بیلبورډ چې پرې لیکل شوی اعلان نه لوستل کیږي. عکس له لاندې اخیستل شوی او شا او خوا یې وریځې او اسمان ښکاري

ژباړه: حمیدالله حمیدي
دا چې په اخترونو کې د هر ډول خوړو او مېوو پرېماني وي، نو ډېری کسان له غذایي مسمومیت او د معدې له ناروغیو سره مخ کېږي. فکر وکړئ، څو شېبې مخکې مو مېوه او یا کوم ډول خواړه خوړلي، اوس هېڅ ښه احساس نه لری؛ معده مو درنه ده، سر مو ګرځي او… ګومان مو سم دی، مسموم شوی یاست. هر څوک په ژوند کې لږ تر لږه یو ځل مسمومېدلی شي. غذایي مسمومیت له لږ نيولې تر ډېر پورې بېلابېلې نښې نښانې لري. خفیف مسمومیت، ښايي له درملنې پرته د وخت په تېرېدو سره له منځه ولاړ شي، خو شدید مسمومیت یا هم د ماشومانو او امیدوارو مېرمنو مسمومیت بیا جدي درملنې ته اړتیا لري.
په دې لیکنه کې د غذایي مسمومیت د نښو نښانو او درملنې په اړه خبرې شوې دي:

خپله غذایي مسمومیت څه شی دی؟

غذایي مسمومیت يوه نسبتاً عامه ناروغي ده چې د ککړو، فاسدو او یا هم زهرجنو خوړو تر خوړلو وروسته پېښېږي. د دې ناروغۍ تر ټولو لویې نښې نس ناستې او استفراق بلل کېږي چې د سر ګرځېدل هم ورسره ملګري وي. دغه راز د نس کلکوالی، د اشتها نشتوالی، مړه تبه، ضعف او د سر درد هم د دې ناروغۍ نښې بلل کېدای شي. د مسمومیت نښې نښانې بیا د عفونت له سرچینې سره تړلې دي او کېدای شي له یوه ساعت څخه تر ۲۸ ورځو پورې دوام وکړي.
که غذایي مسمومیت زورور وي، کېدای شي نښې نښانې یې توپیر وکړي. که د ناروغ کس نس ناستې له دریو ورځو واوړي، تبه یې له ۳۹ درجو لوړه وي، په خبرو کولو کې یې بدلون راغلی وي، ادرار یې کم او وینه پکې راځي، خوله یې وچېږي او د بدن اوبه یې کمې شوې وي نو پوه شئ چې ناروغ له شدید غذایي مسمومیت سره مخ شوی او ژر تر ژره باید ډاکټر ته مراجعه وکړي.

کوم شیان د غذایي مسمومیت لامل کېږي؟

۱- مېکروبونه

باکټریاوې د غذایي مسمومیت تر ټولو لوی او اصلي لامل بلل کېږي، چې ځینې خطرناکې یې له ای کولای، لېسټریا او سلمونلا څخه عبارت دي. په امریکا کې بیا د غذایي مسمومیت تر ټولو لوی لامل د سلمونلا باکټریا په ګوته کېږي. د څېړنو له مخې په نورو هېوادونو کې هم د يو میلیون غذایي مسمومیتونو اصلي لامل د سلمونلا باکټریا ښودل شوې ده. همدا راز کامپیلوباکټر او سي بوټولینم (بوټولېسم) بیا هغه دوې نورې باکټریاوې دي چې کله ناکله د غذایي مسمومیت لامل کېدای شي.

۲- واړه چینجي

له باکټریاوو وروسته کوچني چينجي، هغه چې په سترګو سم نه لیدل کېږي او په تېر وختې ډوډۍ کې پیدا کېږي، د غذایي مسمومیت لامل کېدای شي. تر ټولو پېژندل شوی یې توکسوپلازما نومېږي چې په نړۍ کې د ډېری غذایي مسمومیتونو لامل بلل کېږي. دغه خطرناک چینجی د انسان د هاضمې په سېسټم کې ځای نيسي، پرته له دې چې هلته یې انسان پر ژوند کولو پوه شي. کله چې د انسان دفاعي ځواک کمزوری شي او یا هم مېرمن امیدواره شي، دوی خپل بريدونه پیلوي او کولی شي چې د خطرناکو ناروغیو لامل شي.

۳- وایروسونه

کېدای شي ویروسونه هم د غذایي مسمومیت لامل شي. (نورو ویروس) چې په نورواک ویروس هم پېژندل کېږي، هر کال د ۱۹ میلیونو انسانانو د مسمومیت لامل کېږي. که یې پر وخت درملنه ونه شي، د انسان د مړینې لامل هم کېږي. ساپو ویروس، روتا ویروس او استرو ویروس هم د غذایي مسمومیت لامل کېدای شي، خو ډېر خطرناک نه بلل کېږي.

خواړه څه ډول ککړېږي؟

ډېر کله، هغه خواړه چې موږ یې پخوو مېکروبي وي. خو تر پخېدو او حرارت اخيستو وروسته يې ټول مېکروبونه وژل کېږي. کوم خواړه چې خام خوړل کېږي او حرارت نه ورکول کېږي، ښايي په خوړلو سره يې مېکروبونه زموږ معدې ته لاره وکړي. دغه راز پاخه خواړه هم ډېر کله له دې کبله معدې ته د مېکروبونو د ننوتلو سبب کېږي چې په ناپاکو لوښو کې، يا په ناپاکو لاسونو خوړل کېږي.

څوک ډېر مسمومېدلی شي؟

هر څوک کېدای شي چې مسموم شي. د شمېرو له مخې هر انسان په ژوند کې یو ځل هرو مرو مسمومېږي. خو ډېری کسان بیا له دې پېښې سره ډېر مخ کېږي. ډاکټران وایي هغه کسان چې د بدن دفاعي ځواک یې کمزوری وي او یا هم کومه بله ناروغي ولري ډېر ژر د غذایي مسمومیت ښکار کېږي. امېداورې مېرمنې تر بل هر چا ژر مسمومېږي، ځکه د بدن په مېتابولېزم کې یې بدلون راځی او وینه یې ډېره د ګردش په حالت کې وي. همدا راز، عمر خوړلي کسان له دې کبله چې د بدن دفاعي ځواک یې له باکټریاوو او ویروسونو سره د مقابلې توان نه لري، ډېر ژر مسمومېدلی شي. ماشومان بیا له دې کبله ژر مسمومېږي چې د لویانو په پرتله یې د فاعي ځواک کمزوری وي او د بدن اوبه یې ژر کمېږي.

د مسموميت نښې کومې دي؟

ډاکټران ستاسو حالت او هغو نښو نښانو ته په کتو چې لری یې، کولی شي تشخیص کړي چې مسموم شوي یاست؛ خو که غذایي مسمومیت شدید وي بیا نو اړتیا ده چې د ناروغ وینه، استفراق او هغه خواړه معاینه شي چې خوړلي یې دي. دغه راز، ډاکټران ډېر کله د غذایي مسمومیت پر مهال د ناروغ ادرار له دې کبله معاینه کوي، څو پوه شي چې د ناروغ د بدن اوبه په کوم حالت کې دي.

درملنه

که غذایي مسمومیت خفیف وي نو کېدای شي چې په کور کې يې هم درملنه وشي. له دريو نیولې تر پنځو ورځو پورې وخت نیسي چې ناروغ خپل اصلي حالت ته را وګرځي. دغه راز کولی شی د ناروغۍ پر مهال په کافي اندازه مايعات وڅښئ، له جوسو او نورو خوږو شربتو استفاده وکړئ او د بدن اوبه مو پوره کړئ. دغه راز د کوپرې اوبه هم کولی شي له بدن څخه ضايع شوي کاربوهایدرېتونه پوره کړي او ستړیا مو له منځه یوسي.
د مسموميت پر مهال د کافئینو له څښلو په جدي ډول ډډه وکړئ، ځکه دا مواد مو د معدې د تحریک لامل کېږي. هغه چای وڅښئ چې په ترکیب کې یې کافئین نه وي.
کېدای شي ځینې یوناني درمل هم په دې برخه کې ګټور تمام شي. بدن د دې لپاره چې د مسمومیت له شر څخه خلاص شي له نس ناستې او استفراق څخه کار اخلي، چې په دې ډول په اسانۍ سره زهري مواد له بدن څخه وتلی شي، خو د دې لپاره چې بدن مو د اوبو له کمښت سره مخ نه شي ښه ده چې له ډاکټر سره مشوره وکړی.
هغه کسان چې له غذایي مسمومیت سره مخ کېږي کافي استراحت ته هم اړتیا لري. که څوک له شدید مسمومیت سره مخ کېږي او د بدن یوه زیاته برخه اوبه یې ضایع شوې وي، نو د دې اړتیا لیدل کېږي چې په روغتون کې بستر شي او د وينې له لارې سېروم ورکړل شي. که مسمومیت بېخي شدید وي، نو ډاکټران ناروغ ته په روغتون کې د ډېر وخت لپاره د پاتې کېدو سپارښتنه کوي.

غذایي رژیم

هغه کسان چې له غذایي مسمومیت سره مخ کېږي باید کوم خواړه ورکړل شي؟

۱- د چرګ ښوروا

تر هغه چې د ناروغ نس ناستې او استفراق کمېږي، ښه ده چې د کلکو خوړو له ورکولو ډډه وشي او داسې خواړه ورکړل شي چې په اسانۍ سره هضم شي او غوړ یې کم وي. کله یې چې روغتیایي وضعيت په بشپړ ډول ښه شي نو کولای شي چې بېرته خپل عادي غذايي رژيم ته ور وګرځي.

د مسموميت د مخنيوي لارې چارې کومې دي؟

د دې لپاره چې له غذایي مسمومیت څخه خوندي پاتې شی، نو بايد چې خواړه د ټولو صحي تګلارو په پام کې نیولو سره تیار کړی. د ټولو هغو خوړو له خوړلو ډډه وکړئ چې په پاکوالي کې يې شک لری. هغه خواړه چې پاخه خوړل کېږي، که کافي حرارت ور نه کړل شي او وخوړل شي، کېدای شي د مسمومیت لامل شي، نو دغه ډول خوړو ته په کافي اندازه حرارت ورکړئ.
له پخلي او ډوډۍ خوړلو مخکې هرو مرو خپل لاسونه ومینځئ. غوښې او هګیو ته په کافي اندازه حرارت ورکړئ څو ښه پاخه شي. مېوې او سبزۍ له خوړلو مخکې په مالګه يا پوټاشيمو کې ښه ومینځئ.
د غذایي مسمومیت ناروغي که څه هم د اندېښنې وړ ده، خو ډېری ناروغان یې په ۴۸ ساعتونو کې روغتیا مومي. په ډېرو کمو مواردو کې دا ناروغي ډېرې بدې پايلې لري.