
یو تازه راپور ښيي چې د نړۍ ډېری خلک ناولې هوا تنفس کوي، او یوازې په سلو کې ۱۷ ښارونه د هوا د ککړتیا د مخنیوي لپاره ځانګړې تګلارې عملي کوي.
په سویس کې د هوا د کیفیت د څار نړیوال مرکز د یوې څېړنې پایلې، چې نن (د مارچ ۱۱مه) خپرې شوې، ښيي چې د ۱۳۸ هېوادونو له ۴۰ زرو څارونکو سټېشنونو څخه ترلاسه شوي معلومات د نړۍ د هوا وضعیت ارزوي. د راپور له مخې، چاد، کانګو، بنګلهدېش، پاکستان، او هند د نړۍ د تر ټولو ککړې هوا لرونکي هېوادونه بلل شوي دي.
همداراز، د راپور موندنې ښيي چې د نړۍ له نهو تر ټولو ناولو ښارونو څخه شپږ یې په هند کې دي، او د شمال ختیځ بُرنیهات (Byrnihat) ښار د ککړې هوا له پلوه په سر کې ځای لري.
څېړونکي باور لري چې د نړۍ د ښارونو د هوا اصلي کچه ښايي تر دې هم ډېره خرابه وي، ځکه چې په ډېری ښارونو کې د هوا د کیفیت څارنې سټېشنونه نه شته.
Be the first to comment