مسعود او قضاوتونه؛ ملي اتل که ملي خاین و؟

یو زوړ بیل بورډ چې په سمندر کې ډوب دی

احمد شاه مسعود د افغانستان د معاصر تاریخ او مختلفو جریانونو یو مطرح اړخ و. له همدې كبله دی یو له ترټولو ډېرو متنازعو شخصیتونو څخه ګڼل کیږي.
د مسعود پلویان هغه ملي اتل، د روسانو پر وړاندې د جګړې ترټولو لوی قومندان او هم د طالبانو او پاکستان پر وړاندې د مقاومت ستره الګو ګڼي.
مخالفین یې بیا مسعود د جهاد له وخته د روسانو خاص سړی، قوم پرسته او د تنظیمي جنګونو او ګډوډيو ستر عامل یادوي.
خو واقعیتونه څه دي؟ مسعود ملي اتل که ملي خاین ګڼل مناسب دي؟
په دې لیکنه کې به همدې مسئلې ته یو ځغلند نظر واچوو.

مسعود ولې ملي اتل نه و؟

احمد شاه مسعود او بل هر جهادي مشر، چې د داود خان د حکومت خلاف له پاکستان سره یو لاس شوي او هلته یې پناه وړې، د ملي حیثیت له کبله تر سوال لاندې دي.
په دې کې شک نشته، چې د داودخان حکومت له ښیګڼو سره نېمګړتیاوې هم لرلې، خو آیا پرضد یې له بل هر هېواد؛ بالخصوص پاکستان سره یولاس کیدل په ملي او شخصي لحاظ با عزته او با حیثیته کار وو؟
مسعود د ډاکټر نجیب د حکومت د سقوط پر وخت په دې تورن دی، چې د ملګرو ملتونو د سولې معاهدې له لویو ناکامونکو څخه و. هغه د دې لپاره، چې د دغې سولې بل ناکامونکی (حکمتیار) پر کابل له واکمنیدو لیرې وساتي، په قومي او سمتي دلایلو له جنرال دوستم او د نجیب له یو شمېر جنرالانو سره په جبل السراج کې ګډ ایتلاف جوړ او پرکابل برید وکړ.
مسعود او حکمتیار د مجاهدینو له اړخه د بنین سیوان د سولې پلان اصلي ناکامونکي وو، دوی وروسته د دوو لویو سیالانو په حیث د قدرت پر سر اوږده کلونه کابل مورچل ـ مورچل او کنډرـ کنډر کړ.
د افغانستان د پوځ او نظام پاشلتیا، د کابل ښار ورانيدل، د ناهیدې په شان د بې شمېرو پېغلو او په ټوله کې د افغانستان د عزت ننګول او لسګونه زرو تنو وژل کیدل، چې وروسته دا هرڅه د طالب واکمنۍ او د نړیوال تروریزم په مرکز د افغانستان د بدلیدو سبب شول، له یو بل سره زنځیري تړاو لري.
د دغه زنځیر د کړیو په اوږدولو کې د وخت د یوه مطرح جریان د مهم رکن په حیث د ښاغلي مسعود پر رول څوک سترګې نه شي پټولی.

مسعود ملي خاین و؟

د مسعود په اړه د هغه د سرسخته مخالفینو ادعا دا ده، چې دی ملي خاین او په پورتنیو قضیو کې ډېر لاس لرونکی و.
له شک پرته، چې په یوه داسې قضیه کې هم مسعود بې روله نه و، خو مخالفینو نه یې څو پوښتنې کیدای شي:
ـ د داودخان خلاف د پاکستان جنګ یوازې مسعود پيل کړی و، که نور خلک یې هم ملګري وو؟
ـ له نجیب سره د سولې مسئله یوازې د مسعود د قدرت غوښتنې قرباني شوه، که نورو هم ونډه پکې لرله؟
ـ مسعود تنظیمي جګړې له تش ښار یا دېوالونو سره کولې، که په مقابل کې یې نور تنظیمونه موجود وو؟
ـ که مسعود ملي خاین وي، د ده مخالف لوري هم خاینان دي کنه؟
ـ که مسعود حتا د بهرنیانو په اشاره د طالبانو پر وړاندې نه جنګیدلی، د طالب غلام رژیم مشروعیت به څنګه ننګول کیده؟

له مطلقو قضاوتونو به تېرشوو!

لکه چې وویل شول د افغانستان د تېرو څو لسیزو جریانونه ټول له یو بل سره نه شلیدونکې زنځیري اړیکې لري.
په دغو جریانونو کې ډېر لوبیدلي لوبغاړي داسې دي، چې که ممکن موږ او تاسې یې هم ځای ناستي او هماغسې د پردو په پړو تړل شوي وای، همدا ډول یا تر دوی بدترې کارنامې به مو لرلې.
دا خبره په دې هدف نه ده، چې دغو لوبغاړو ته برائت ورکړل شي؛ هدف دا دی چې د دغو جریانونو د ټولو کرکټرونو په اړه د قضاوت په وخت باید د هغوی ټول شرایط، امکانات او د وضعیت نور اړخونه بحث او وڅېړل شي.

جنرال دوستم او احمد شاه مسعود

دې ته په کتو سره به وروستۍ خبره دا وي، چې د دغو جریانونو د هر بل مطرح اړخ په څېر د مسعود په اړه هم مطلق مثبت او منفي قضاوت سخت، ناممکن او حتا احمقانه ښکاري.
مسعود د افغانستان د ډېرو بدو ورځو یو جنګي ـ سیاسي لوبغاړی و. که مسعود اتل و، د ده په شان ټول لوبغاړي اتلان دي، که مسعود خاین ګڼو، بیا هم د ده په شان ټولو لوبغاړو ته خاینین ویلی شوو.